The news is by your side.

د امریکا د سولې انستیتوت شاه محمود میاخېل ته له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په ویاړ اېوارډ ورکړ

‏د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټېټیوټ افغان سیاستوال شاه محمود میاخېل له دې بنسټ سره د لس کلنې همکارۍ په پار ستایلی او اېوارډ یې ورکړی.

شاه محمود میاخېل بریالی افغان سیاستوال وو چې له نړیوالو ادارو سره سر یې په افغانستان دننه له تېرو افغان حکومتونو سره هم ښه او اغېزمن ماموریت ترسره کړی.

مياخېل په لومړي ځل له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده کړې او د ۲۰۰۹ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې يې د امريکا د سولې په انسټيټيوټ کې د هېواد د رييس په توګه دنده کړې.

هغه د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په حکومت کې د خلکو په منځ کې د یو با تدبیره سیاستوال او چارواکي په توګه شهرت ترلاسه کړ چې بیا یې د ننګرهار د والي په توګه وټاکه.

میاخېل همدا راز په ننګرهار کې د خپل والیتوب په موده کې په تاریخ کې لومړی والي شو چې په بهرنیو اسعارو یې بندیز ولګاوه. نوموړي په ننګرهار کې د پاکستانۍ کلدارو پر راکړې ورکړې وروسته له هغې بنديز ولګاوه، چې له څلورو لسيزو راهيسې په سيمه ييز بازار کې د افغانيو په توګه کارول کېدې.

د احصایو له مخې شاه محمود میاخېل د مشرۍ پر مهال ننګرهار ولایت تر بل هر وخت ډېر خوندي و.

میاخېل د خپلې خوښې له استعفا وروسته د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو. د دفاع وزیر اسدالله خالد د اوږدې ناروغۍ له امله شاه محمود میاخېل د دفاع وزارت سرپرست شو. او بیا یې د داخلي ستونزو له امله استعفا ورکړه. ټاکل شوې وه چې مياخېل د طالبانو د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته د سفير په توګه هم واستول شي.

د یادونې وړ ده چې د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال هغه یو له با نفوذه سیاستوالو څخه ګڼل کېده.

شاه محمود میاخېل اوس مهال جلا وطنی دی او  د جمهوریت غوښتونکو په نوم د یو نوي ګون غړی هم دی.

Comments are closed.

koi finance