طالبان د جمهوریت قوانین او لایحې لغوه کوي وایي شرعي نه دي
د طالبانو د مشر ملا هبت اللهاخوند زاده به نوم یو تازه غږیز کلطپ خپور شوی چې په کې یې د دوی له خوا د نویو قوانینو او لایحو جوړولو خبره شوې ده.
هبت الله ویلي د تېر جمهوري نظام د ده په وبنا غیر شرعي قوانین او لایحې یې لغوه کوي.
په یاد غږیز کلېپ کې وړاندې زیاتوي چې علماؤو سره یې په ګډه کار پیل کړی چې د وزارتونو او ادارو قوانین وڅیړي کوم چې د شل کلن جمهوري نظام په وخت کې رامنځته شوي وو.
وایي د جمهوریت ډېر قوانین او لایحې په شرعیت او زموږ په معیار برابرې نه دي لغوه کوو یې او پر ځای یې د شرعیت په چوکاټ کې د خپل معیار سره سم قوانین رامنځته کوو.
هبت الله دا راز په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام په حاکموللو ټینګار کړی او وايي د شرعي اصولو له مخې به نړیوالو سره هم تعامل کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې ډېر ژر به د طالبانو له خوا نوی قانون تصویب او اعلان شي چې له مخې به یې د طالبانو سرپرست حکومت پای ته ورسیږی او واک به د قانون په چوکاټ کې مخ ته ځي.
د طالبانو مشر داسې مهال د جمهوریت د وخت د قوانینو لغوه کېدو خبره کوي چې ډېر قوانین او لایحې یې د دوی له خوا له اوسه مات شوي حالانکه د تېر نظام قانون د اسلام او شرعیت په رڼا کې رامنځته شوی وو.
Comments are closed.