The news is by your side.

امریکا: زموږ د نوې ستراتیژۍ له مخې طالبان ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته اړ دي

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن او ملي امنیت شورا له خوا د چهارشنبې په ورځ ۴۸ مخیزه نوې ستراتیژي خپره کړې.

امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې کلک ټینګار کړی. په ستراتيژۍ کې راغلي که څه هم امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل خو دوی به بیا هم افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې پوځي مبارزې ته دوام ورکړي او بیا یې کابل کې د دوی له خوا د بې پېلوټه الوتکې برید کې د ایمن الظواهري وژلو ته اشاره کړې.

ستراتیژۍ کې وړاندې راځي چې امریکا د ترهګریزو ګواښونو نه د خوندیتوب لپاره د هېواد او خلکو لپاره یې ثابت قدمه ده او ګوت څنډنه کوي چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو بر وړاندې به پوځي ځواک وکاروی چې په متحده ایالاتو، وګړو یې او یا بهر کې په مهمو تاسیساتو بریدونه وکړي.

همدا راز د امریکا نوې تګلاره مې طالبان اړ ګرځول شوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې په خپلو کړو ژمنو ولاړ او ځواب ویوونکي اوسي. خو طالبانو د امریکا د نوې ستراتیژۍ دې مورد ته ځواب نه دی ورکړی

د امریکا له نوې ستراتیژۍ ښکاري که طالبان د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې سست شي نو امریکا به افغانستان کې پر ایمن الظواهري د برید په څېر ورته نور بریدونه هم وکړي.

Comments are closed.

koi finance