The news is by your side.

خالد حنفي: ډاکټران دې له اذان سره سم جومات ته ځانونه رسوي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي له ډاکټرانو غوښتي، چې د اذان له اورېدو سره سم خپل کارونه خوشې کړي او جومات ته لاړ شي.
نوموړي تېره ورځ په عامې روغتیا وزارت کې « طب د اسلام له نظره» په جوړ شوي کنفراس کې ویلي چې له دې وروسته ډاکټران نه شي کولای چې له اذان وروسته د لمانځه د ادا کولو تر وخت پورې خپل کارونه وکړي؛ بلکې په خبره یې دوی به د اذان له غږ اورېدو سره سم ځانونه جومات ته رسوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د ټولنې اصلاح او فساد درې قشرونو «دیني عالمانو، ډاکټرانو او د وخت واکمنانو» لاس کې دی.
که څه هم د حنفي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اذان له اورېدو سره سم جومات ته د ډاکټرانو ورتګ د نوموړي له لوري یوه سپارښتنه ده، خو تر دې وړاندې هم ډېری وخت دا ډول سپارښتنې جبرې شوې دي.

په ورته وخت کې خبریال وېبپاڼې ته یو شمېر عامو خلکو اندېښنه ښودلې، چې تالبان له دې وروسته د عاجلو ناروغانو له درملنې ډاکټران په زوره جوماتونو ته يو نه سي.
دوی زیاتوي، چې کله عاجلو واټونو څخه ډاکټران د مهمو عملیاتونو په وخت کې په زوره جومات ته یوړل شي، نو ناروغان به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Comments are closed.

koi finance