The news is by your side.

ایران: د تالبانو واکمن حکومت په رسمیت نه پېژنو

خبریال وېبپاڼه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، چې تالبان په رسمیت نه پېژنو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې په انقره کې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.

عبداللهیان ټینګار کړی، چې هېواد یې له تالبانو سره د اړیکو په لرلو سره د افغانستان اوسنی واکمن رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د هغه په وینا، افغانستان یو ټول شموله حکومت ته اړتیا لري چې د ټولو توکمونو او نفوذ لرونکو ډلو شتون ولري.

ایران په وار وار له تالبانو د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت ودانۍ تالبانو ته وسپارله.

Comments are closed.

koi finance