The news is by your side.

د بلخ ولايت مقام کې چاودنه؛ د طالبانو د بلخ والي په چاودنه کې وژل شوی

څو شېبې وړاندې د بلخ ولايت په مقام کې درنه چاودنه وشوه.

له سيمې سرچينو ويلي چې د پېښې له ځايه يو جسد او اووه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي. چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.

د ياد ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم پېښه تاييد کړې خو په دې اړه یې ډېر جزييات نه دي ورکړي.

داسې راپورونه ورکول کيږي چې په چاودنه کې د طالبانو د بلخ والي محمد داوود مزمل هم وژل شوی دی. او امکان لري چې د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

خو د طالبانو امنيتي سرچينو تر اوسه د بلخ د والي وژنه نه ده تاييد کړې.

تر اوسه د چاودنې نور جزييات نه دي ورکړل شوي او نه هم کومې ډلې د چاودنې د مسوليت منلو خبر ورکړی.

Comments are closed.

koi finance