په بلخ کې د خبریالانو په غونډه کې چاودنه؛ بنت د افغان خبریالانو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټر ریچارډ بنت په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي د شنبې په شپه په یوه ټویټ کې ویلي، چې په مزارشریف ښار کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر غونډې برید د خبریالانو پر ازادۍ یو بل ګوزار دی.
بنت په بلخ کې د خبریالانو په غونډه کې د شوې چاودنې د هر اړخیزې څېړنې او تعقیب غوښتنه کړې ده.
د افغان خبریالانو ملاتړي بنسټونه تاییدوي، چې په دغه برید کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په بلخ کې د خبریالانو د فعالیتونو د ستاینې په مراسمو کې چاودنه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
Comments are closed.