The news is by your side.

ټام ویسټ د امریکا له مهمو شریکانو سره د افغانستان په اړه غږېدلی

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، چې د امریکا له مهمو شریکانو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ویسټ په خپله ټویټرپاڼه ليکلي، چې د پنجشنبې په ورځ يې په دوحه کې د «افغانستان د راتلونکي فکر فورم» له غړو سره وکتل، چې په کې د پخواني افغان حکومت يو شمېر غړي، د ښځو د حقونو فعالان، مدني فعالان او قومي مشران هم شامل ول.

ویسټ زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د طالبانو ملاتړو او مخالفینو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري لپاره، نړیوالې ټولنې ته بېلابېل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د دې غونډې ټولو ګډونوالو د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل لپاره، د خبرو اترو ملاتړ وکړ او له وسله والې مبارزې سره یې، مخالفت وکړ.

د راپورونو پر بنسټ، «د افغانستان راتلونکي فکري فورم» د پخواني حکومت یو شمېر غړي او د طالبانو ډلې ته نږدې څېرو څخه جوړ شوی دی.

د دوحې غونډه د دغه فورم پنځمه غونډه ده چې په حمد بن خلیفه پوهنتون کې جوړه شوې وه او پخپله وروستۍ اعلامیه کې یې، له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بندیزونه، لري کړي.

Comments are closed.

koi finance