The news is by your side.

ځواني دانو یا ځوانکو څېرې کول کومې ستونزې پیدا کوي؟

ځوانکې داسې ناروغۍ ده چې ژوند ته کوم تهديد نه اړوي، خو د پوستکى د بدرنګه کېدو ناروغي ده. دغه ناروغي تل د خلکو د ژوند د ځوانۍ په پړاو کې رامنځته کېږي کوم وخت چې انسان په اروايي او بدني ډول باندې د مېړانې په درشل پښه ږدي. دغه ناروغۍ د پوستکي هغه غدې اغېزمنې کوي چې د پوستکي شاوخوا او هم د ويښتانو پياز ته غوړبېسن مواد افرازوي. دغه غدې سيباشيوس غدې يې بولې چې په زياته اندازه په مخ ، د ولو په منځ ، اوږو او سينه باندې شتون لري.

د ځوانکو دانکۍ څو ډولونو لري:

د توربخون سر لرونکې دانکۍ : دا هغه ډول دانې دي چې په سر يې زيات مواد را ټول شوي وي او د آزادې هوا په موجوديت کې يې رنگ اړولى وي او توربخونې ښکاري.
سپين سرې دانکۍ : دا هغه دانکۍ دي چې زوې يې د غدې په دننه کې راټولې شوې وي.
زړى لرونکې دانکۍ : دا سوربخونې ښکاري چې د ډېر زيات منتن کېدو ځايونه يې هم بللى شو.

ځواني دانو یا ځوانکو څېرې کول کومې ستونزې پیدا کوي؟*

پر مخ د ځواني دانو یا ځوانکو ستونزه یوه داسې ستونزه ده چې په ټوله نړۍ کې ورسره خلک مخ دي، خو که تاسو د ځواني دانو د څېرې کولو هڅه کوئ، نو دا چاره ستونزه نوره هم پیچلې کوي.
د پوستکي متخصصین وايي، چې د ځواني دانو په میک اپ پټول یا پوښل دومره ستونزې نه راولاړوي، خو که چېرته دغه دانې په نوکونو څېرې شي نو ستونزه پیچلي کوي او دغه دانې زیاتوي.
د هند د غاښونو متخصصه ګیتیکا ګوپتا وايي، د دانو څېرې کول او زور کول یې یوه داسې کړنه ده، چې د پوستکي د التهاب لامل ګرځي او د پړسوب په سبب رامنځته شوی درد یې له زغمه وتلی وي.
د هند د غاښونو دغه متخصصه وايي، یوازې دا نه، بلکې پر مخ د دانو او ځوانکو څېرې کول یا په نوکونو یې زور کول د انتاني لامل هم کېدای شي او بدرنګه داغونه یې د ډېرو کلونو لپاره پر پوستکي پاتې کېدای شي.
نوموړې وايي، که پر مخ مو د پوستکي مو ځوانکی پيدا شي، بايد د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړئ او يا هم اغېزمن کورني درمل وکاروئ، خو د ځوانکو او دانو له څېرې کولو څخه ډډه وکړئ، که نه نو له بدو پايلو سره به مخ شئ.

Comments are closed.

koi finance