The news is by your side.

طالبانو بلخ کې یو ځوان هلک او پیغله نجلۍ ووژل

خبریال وېبپاڼه: بلخ کې ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو د ډلې یوه غړي مولوي ندامحمد یو ځوان هلک او خپله ورېره د ناوړه اړیکې په تور وژلي دي.

یوې ځايي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دغه پېښه ددې ولایت د کشنده ولسوالۍ اړوند سوخته سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، مولوي ندا محمد لومړی هلک او وروسته یې خپله ورېره وژلي دي.

په پخواني حکومت کې د جومات ملاامام، مولوي ندامحمد هغه مهال په مزارشریف ښار کې د طالبانو له نفوذي کسانو و.

له دې پېښې وروسته، نوموړی د طالبانو له لوري نیول شوی، خو بېرته خوشې شوی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو دغه غړي ویلي دي چې ګواکې دغه ځوان هلک او پیغله نجلۍ، ددې ډلې د استخباراتو له لوري وژل شوي او نوموړی یوازې د پېښې په ځای کې حاضر و.

بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر دا مهاله ددې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یاده ډله تل په غیرقانوني وژنو لاس پورې کوي.

تازه پېښه کې، د غوايي په نهمه نېټه، غور کې د طالبانو د یوه قوماندان د زوی له لوري، یوه امیندواره ښځه، ددې لپاره ووژل شوه، چې نوموړي غوښتل جنسي تیری پرې وکړي، خو نوموړې ښځې مقاومت ښودلی و.

Comments are closed.

koi finance