The news is by your side.

د وېښتو تويېدنې لاملونه

وېښته د انسان په ښايسته کې خورا مهم رول لوبوي، ګڼ انسانان د وېښتو تويېدنې له ستونزې رنځېږي، هر څوک غواړي ښکلي او زړه راښکونکي وېښته ولري، خو د ډېرو کمو کسانو دا هيله پوره شوې ده.

د ځينو کسانو وېښته بيا ان له نشت سره برابر وي، د ګڼو يا زياتو ويښتو هيله نه لري، بلکې دا هيله لري چې یوازې دومره وېښته يې درلودای چې سر يې تور ښکارېده.

په نړۍ کې زيات شمېر داسې کسان شته چې زرګونه ډالر پر وېښتو مصروفوي، ځينې يې پر درملو او ځينې يې د وېښتو پر کرلو ډېرې پيسې مصرفوي.

ځينې کسان بيا چې هيلې يې مړې شوې وي، له وېګ يا نقلي وېښتو څخه ګټه اخلی، خو زړه يې هېڅکله پرې نه جوړېږي.

دا چې زموږ او ستاسو وېښته د کومو لاملونو له امله تويېږي، دلته مو تاسو ته يو څو عمده لاملونه راوړي:

ارثي:
د ځينو خلکو د سر د کوپړۍ په شاتنۍ برخه کې وېښته په دايروي شکل وځي، چې دا زيات وخت ارثي وي، يعنې د کورنۍ د نورو غړو څخه بيا پاتې نسل ته انتقالېږي، د دې درملنه هم شونې ده چې د ډاکټر له مشورې او درملنې سره سم په (۹۰) سلنه نارينه وو کې د وېښتو تويېدنه ودروي.

د عمر زياتېدنه:
د عمر زياتېدنه يو له هغو لاملونو څخه دی چې ګڼ شمېر کسان ترې د وېښتو تويېدلو له امله سر ټکوي، کله چې د يو انسان عمر له (۳۰) کلونو څخه زياتېږي، نو د وېښتانو صحت او قوت يې خرابېږي او ورو ورو تويېږي، د دې درملنه هم شونې ده، چې د روغتياپالو له لوري يا درمل ورکول کېږي او يا هم وېښتان يې کرل کېږي.

د ژوند کولو ځينې اړخونه

خوراک مو مناسب نه دی:
د بدن د نورو غړو په څېر د وېښتو د روغتيا لپاره هم خوراک اړين دی، د وزن کموالی، په وجود کې د وسپنې کمېدل يا ناسم خوراک د وېښتو تويېدو لامل ګرځي. د دې ستونزې حل د ښه خوراک کول دي چې په هغې کې په زياته اندازه پروټين، اوسپنه، زېنک او نور تقويتي شيان شتون ولري.

ذهني فشار او اضطراب:
کله چې يو څو پر زيات ذهني فشار او اضطراب اخته وي، وېښته يې په عمومي ډول کمزوري او بيا تويېږي، د دې ستونزې حل لاره ځان له ذهني فشار او اظطراب څخه ويستل دي، که دا کار ممکن نه وي، بيا يې بديل زيات ورزش کول دي.

وېښتان کلک تړل:
که وېښتان مو لوی وي او کلک يې تړۍ، نو دا کار مه کوئ، ځکه چې دا کار د وېښتو تويېدو لامل ګرځي، د وېښتانو کلد تړل نه يوازې پوستکي ته زيان لري بلکې د وېښتانو بېخونو ته هم زيان اړوي، چې له امله يې وېښته يا تويېږي او يا هم له لويېدو څخه لوېږي.

شامپو کارول:
عموماً شامپو د وېښتانو د پاکوالي، ښه ساتلو او لويېدو لپاره کارول کېږي او يوه ښه شامپو ښه پايله هم ورکوي، د يوې ښې شامپو کارول د وېښتانو د تويېدو، د پوستکي او نورو ستونزو مخه نيسي، خو دا خبره ډېره اړينه ده چې يو شخص بايد شامپو په کومه اندازه وکاروي؟ ځکه د شامپو زيات کارول د وېښتانو د تويېدو لامل هم ګرځي، که غواړئ چې وېښتان مو د شامپو له امله ونه تويېږي، نو هره دويمه ورځ وېښته پر شامبو ومينځئ، که هره يوه ورځ پس وېښته پر شامپو ونه مينځئ، نو په وېښتانو کې مو غوړ او ګرد جمع کېږي چې د وېښتانو د تويېدو او خرابوالي لامل ګرځي.

د شامپو ډېر کارول:
د خشک او کمزورو وېښتو درلودونکي کسان که شامپو ډېره وکاروي، نو د وېښتو د ماتېدو لامل يې ګرځي، داسې کسان بايد شامپو ډېره کمه وکاروي، زيات ځله دې له طبي شامپوګانو څخه ګټه پورته کړي.

له وېښتو سره زور او سختي:
که وېښته مينځئ هم له نرمۍ کار واخلئ او لاسونه مو پر وېښتانو په سختۍ سره مه مخئ، که په وېښتانو کې مو ږمنځ هم وهئ له نرمۍ کار واخلئ او که تر سر مينځلو وروسته مو وېښته پر ځان پاک وچوئ هم په ډېرې نرمۍ سره يې وچ کړئ.

د وېښتو نه کمول:
څنګه چې د ونې د ژر لويېدا او د تازه څانګو د راښکاره کولو لپاره د هغې څانګې قطع کول اړين دي، همداسې د وېښتانو د روغتيا او د ژر لويېدو لپاره د وېښتانو کمول يا واړه کول اړين دي، که تاسو خپل وېښته ژر ژر کم يا واړه کړئ، د تويېدا د مخې نيولو تر څنګ به صحتمند هم وي.

د تمباکو نشې:
د تمباکو نشې د نورو ډېرو زيانونو تر څنګ د وېښتو تويېدنې ستونزه هم رمنځته کوي، د تمباکو نوشو څخه د سر د وينې بهير کمېږي، چې له امله يې وېښته سستېږي.

د سهار چای نه څښل:
نور خلک يې د ناشتې په نوم يادوي، خو موږ او تاسې ورته د سهار چای وايو، چې دا چای يوازې چای نه بلکې مړښت رامنځته کوونکي خوراکونه هم ورسره مله وي، که يو څوک د سهار ناشته يا چای نه کوي، نو وېښته يې د د کمزورتيا پر لور ځي او د تويېدنې سبب ګرځي.

د وېښتانو جېل:
اوس وخت کې ګڼ شمېر ځوانان د وېښتانو د ډول په خاطر له جېل څخه ګټه پورته کوي، جېل په عمومي ډول د وېښتانو د تويېدنې سبب ګرځي، خو تر ټولو زيات يې بيا بې کيفيته جېل زيان اړوي.

د سر خارښت:
د سر د پوستکي خارښت يو ډول ناروغي ده چې د وېښتو تويېدنې لوی لامل ګرځي، که تاسو هم له ورته ناروغۍ سره مخ ياست، ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړئ او درمل وکاروئ.

د سر پوستکي سوخت:
د سر د پوستکي سوخت پرته له دې چې د ويښتو تويېدنې سبب وګرځي، نور زيانونه نه لري، د پوستکي سوخت له امله په سر کې وړې وړې سرې دانې راپورته کېږي چې هم د خارښت سبب ګرځي او هم د وېښتانو د تويېدنې.

فياض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance