The news is by your side.

امریکا افغان جګړه بایللې، ښه به وي چې ژر ووځي

خبریال وېب پاڼه/د اڼډپنډنټ په نوم یوې بریتاونۍ ورځپاڼې په خپله وروستي مقاله کې را اخستي چې امریکا په افغان جګړه کې پاتې راغلې او په وسنا یې ښه ده چې ژر ووځي.

د انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې راغلي چې امریکا افغان جګړه بایللې ده او ښه به وي چې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ په خپل یوه بیان کې وویل چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري د امریکا تر را روانو ټاکنو وړاندې وباسي او د دغه هېواد دفاع وزارت هم ورباندې سوړ غبرګون درلود، بریتانوۍ ورځپاڼې همدې حالت ته په کتو ویلي دي چې امریکا په افغان جګړه کې پاتې راغلې ده او په وینا یې په کار ده چې هر څومره ژر کېږي له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

په دې وروستیو کې پر امریکا او د دوی پر متحدینو باندې نیوکې زیاتې شوې دي او امریکا ته د افغانستان په اوږده جګړه کې د ملامتیا ګوته نیول کېږي.

که څه هم یو شمېر امریکایي چارواکو د امریکایي ځواکونو د ویستلو په هکله د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوه کمپایني هڅه بللې ده خو په ورته وخت کې امریکا له وسله واله طالبانو سره هم هوکړه کړې ده چې خپل سرتېري به په یو نیم کال کې له افغانستان څخه وباسي.

د مقالې لیکوال چې د نظامي چارو مشهور کارپوه دي، زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې د څه کم دوو لسیزو نظامي حضور کې کومه ګټه نه ده کړې نو دا چې له دې وروسته هم پاتې کېږي، ورته به هېڅ ګټه و نه کړي.

په مقاله کې وړاندې راغلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکایي سرتېري افغانستان د تل لپاره پرېږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر غربي رسنیو د افغان جګړې لپاره د امریکا پر ناکامۍ مقالې لیکلې وې او امریکایي ځواکونه یې په افغان جګړه کې ناکام بللي وو. دوی د دغې معضلې یوازینی حل سوله او له طالباو سره بین الافغاني خبرو ته زمینه برابرول ښودلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امریکایي جنرالانو بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ژر ویستل یوه نه جبرانېدونکې تېروتنه بولي او زیاتوي چې دا به د جګړې په دګر کې طالبانو او نور ترهګرو ډلو ته د ترهګریزي فعالیتونو د زیاتولو یو فرصت وي چې زیان به یې امریکا پرې کوي.

تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د طالبانو او حکومت تر منځ هم بین الافغاني خبرې پیل شي خو لا هم کره معلومات نشته چې په کومه نېټه او چېرته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.