The news is by your side.

امریکايي ځواکونه د هېوادونو د کلتوري ستونزو حل کېدو دنده نه لري

خبریال وېب پاڼه/ د امریکايي ځواکونه پر مټ، د نورو هېوادونو د کلتوري ستونزو حل کېدنه!

د امریکا متحده آیالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکايي ځواکونه دنده نه لري چې د نورو هېوادونو کلتوري ستونزې حل کړي.

د امریکا ولسمشر له عراق او افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په هڅو کې ویلي دي چې هېواد یې د بې پایلې جګړې پاې ته رسېدو په لټه کې دی.

ټرمپ خبرداری ورکړی دی، که چیرې امریکايي ښاریان وګواښل شي بالاخره د ترهګرو په وړاندې به هېڅ ګام ونه سپموي.

د امریکا سي بي اس شبکې لیکلي، چې ټرمپ د امریکا پوځي اکاډمۍ څخه د زده کړیالانو فراغت غونډه کې ویلي دي، دولت یې اوس مهال په هېوادونو کې د پوځي حضور پای ته رسېدو په لټه کې دی چې د ده په خبره ډېری امریکايي ښاریانو نومونه یې هم نه دي اورېدلي.

د امریکا د هوکړه لیک په بنسټ امریکا په لومړي پړاو چې څلور میاشتې کیږي افغانستان کې امریکايي ځواکونو د شتون کچه اته زره او شپږ سوه ته ټیټوي او په ټوله کې د ١٤ میاشتو په لړ کې افغانستان کې د دې ځواکونو شمېره هم صفر کچې ته رسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي وو، چې امریکایي ځواکونه د چا پولیسان نه دي، ځواکونه یې جنګیالي دي او د جنګیالیو په توګه به خپل هېواد ته را ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان کې هم د خپلو ځواکونو ١٩ کلن حضور پای ته ورسوي.

نوموړی غواړي د روان زېږدیز کال په دننه دننه کې یو شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستان وباسي.

له دې سره په خوا کې امریکا وایي، که چېرې طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي خو بیا هم له القاعده ډلې سره اړیکې ولري، نو دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance