امنیتي بنسټونه د مزو او ستنو ساتنه کې پاتې راغلي
خبریال وېب پاڼه/ د برېښنا شرکت وايي، د نامعلومه وسلهوالو له لوري د برېښنا ستنې او مزي وخت ناوخت پرې کېږي؛ خو امنیتي ادارې یې تر اوسه په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د یاد شرکت اجراییوي رییس داوود نورزی وايي، د برېښنا د ستنو او مزو د نه ساتنې له امله ګڼ ښارونه په اوونیو او میاشتو له برېښنا بې برخې کېږي او امنیتي ادارې باید په دې اړه جدي تصمیم ونیسي.
نورزی وايي د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ له مشر جنرال خوشحال سادات نه یې غوښتي دي، چې د برېښنا مزو او ستنو ته پام وکړي.
د برېښنا د لويو پراختيايي پروژو امنيت ټينګښت د عامه ساتنې د ملي تصدۍ لوی ریاست پورې اړوند دی چې په دې ډله کې د آقينې – مزار او د الوان دښتې او ارغندې ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا لېږد په پروژې او د بغلان ولايت يو شمېر سيمو کې د برېښنا پروژې د نا امنۍ له ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، د دې ټولګټو پروژو د امنیت ساتلو ته باید جدي پام وشي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، چې ټولګټو پروژو ته زیان رسوي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د الوان دښتې او ارغندې برېښنا پروژې يو له هغو لويو پروژو څخه دي چې په بشپړېدو سره به يې ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته را وارده کړل شي.
د هېواد ۷۰سلنه برېښنا وارداتي ده، چې وخت ناوخت د طالبانو او نورو وسلهوالو له لوري یې ستنې پر بمونو الوځول کېږي او یا د برېښنا مزي پرې کېږي.
د چارو شنونکي وايي ځینې مافیايي کړۍ هم په لوی لاس غواړي چې د برېښنا مزي پرې کړي تر څو په بازارونو کې د تېلو غوښتنه زیاته شي، چې خلک مجبوره شي تېل واخلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.