فرهنګي یرغل
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي. دغه جګړه نه یواځې په فزیکي شکل پر مخ روانه ده، بلکې مونږ په اقتصادي، دیني او فرهنګي جګړو کې هم ښکېل یو چې نن ورځ یې خپلې وزرې په ټول هېواد خپرې کړي دي او لاهم د پرمختګ په حال کې ده.
د یوه هېواد د ځان بسیاینې لپاره څلور اصله مهم ګڼل کېږي، چې په قوت سره یې د یوه هېواد د پرمختګ ګامونه لاپسې ګړندي کېږي او هغه موخو ته ځان رسوي چې د دوی د پرمختګ راز په کې نغښتی دی، چې عبارت دي له
۱: مذهب
۲ : اقتصاد
۳: سیاست
۴: فرهنګ
که چېرته له دې څلورو یې یو هم د مخالفو ډلو/ بهرنیانو ته په لاس ورځي نو تر ممکنه حده مقابل هېواد د ځان پر وړاندې د محتاجۍ تر هغه برېده رسوي چې دوی یې د بادار په صفت د هر امر کولو قدرت او مقابل لوری یې د منلو اصل ټېنګ وساتي. په دریمه نړۍ هېوادونو باندې د فزیکي یا وسله والې جګړې څخه غوره جګړه د مذهب او فرهنګ ده چې وګړي یې ژر په لومو کې ښکېل کېږي او هغه څه چې نور یې د عملي کېدو پلان لري، پرته له ځنډ او خنډ عملي کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د فزیکي جګړې تر څنګ د مذهبي او فرهنګي جګړو ښکار شوی او لاهم دغه جګړه په پرمختګ سره پر مخ روانه ده.
کله چې غازي امان الله خان د هېواد واګې په لاس کې واخیستلې نو د هېواد د پرمختګ او لا ښه راتلونکي لپاره یې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته په دې موخه سفرونه وکړل چې هغه عصریت او ټېکنالوژي چې د اروپایي هېوادونو د پرمختګ لپاره لاس په کار وړل کېږي، هېواد افغانستان ته را انتقال کړي.
د نوموړي د حکومت په وروستیو کلونو کې کله چې یوشمېر بهرني هېوادونو د غازي آمان الله خان له پرمختګونو او هېوادپالنې څخه په وېره کې شول نو د مذهبي/ عقیده وي جنګ لپاره یې مټې رابډوهلې او د غازي امان الله خان پر وړاندې یې ټول ولس بې باوره کړ چې بالاخره یې امان الله خان په هېواد کې له اوسېدو محروم کړ او خپلو شومو اهدافو ته ورسېدل.
دې ته ورته ډېری مذهبي یرغلونه موجود دي چې د نورو خواوو څخه پر مونږ مسلط او جاري دي.
راځم اصلي هدف ته او هغه دا چې فرهنګي یرغل د کومو خواوو او وسیلو په ذریعه ترسره کېږي چې په لاندې ډول یې تر بحث لاندې نیسو.
۱ :ـ رسنۍ:
رسنۍ د فرهنګي یرغل لپاره یو له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي چې د فرهنګونو په انتقال کې تر بلې هرې وسیلې ګټوره تمامه شوې ده. همدارنګه د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده او عام ولس یې ژر د فرهنګي یرغلونو ښکار کېږي چې رسنیز فرهنګي یرغل یې ښه وسیله ده لکه د متخلفو بهرنیو سیریالونو خپرول چې د فرهنګونو په دود او انتقال کې غوره اغېز پر خلکو پرېباسي.
۲:ـ بهرني خیریه مؤسیسات:
د فرهنګي جګړې لپاره دویمه بریالۍ وسیله بهرني خیریه مؤسیسات بلل شوي چې د فرهنګونو په انتقال کې رغنده رول لوبوي.
دوی د خیریه کارونو او مرستو په نومونو دلته راوړل کېږي او په مخفي ډول د بهرنیو فرهنګونو د پلي کېدو لپاره لاس په کار کېږي.
۳ :ـ د وړیا سکالرشیپونه ورکړه:
د فرهنګي جګړې لپاره نوې په کار وړل شوې لار نورو هېوادونو ته د سکالرشیپونو له لارې د وړیا زده کړو برابرول دي چې په دې سره د ټارګټ شویو هېوادونو تعلیمي سیسټم هم د فرهنګي برید لاندې راولي.
۴:ـ مذهبي ډلې ټپلې:
د فرهنګي یرغل یو له خطرناک ترینو وسلو څخه یو یې مذهبي ګډوډۍ دي چې د فرهنګونو په انتقال کې غوره تمام شوي لکه عسیویت ته د خپلو عقایدو په نوم کمپاینونه کول چې د عیسویانو کلتور ته کار وکړي او خپل پلویان وروزي.
۵:ـ سوداګریز معاملات:
د فرهنګونو په جنګ کې سوداګریزې ډلې هم په غیر مستقیم ډول ښکېلې بلل شوي دي چې د فرهنګونو په انتقال کې عمده رول لوبولی شي.
بېلګه یې:
د سوداګرو له لوري د هغه لباسونو او کارېدونکو اشیاو انتقال چې د موجوده هېواد له کلتور او عنعناتو سره مستقیماً په ټکر کوي.
نوټ ـ که چېرته د یوه هېواد فرهنګي سیسټم د نورو په واک که ونه اوسي او هر وګړی یې خپل موجوده فرهنګ ته کار وکړي، تر څو ټول اجناس او هغه څه چې د فرهنګ سره تړاو ولري، له خپلې سیمې ورته برابر کړل شي، د نورو هېوادونو له اکثریت لاسوهنو څخه ژغورل کېږي.
لیکنه ـ عزت الله خاطر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.