صحرا: څوک دې وړ پښتو کسیه راکړي، فلم جوړول یې پر ما

خبریال وېب پاڼه/روانې اوږدې کورنۍ جګړې له نورو برخو سربېره د افغانسان په فلمي صنعت کې پښتو برخه هم تر بل هر څه زیاته یانمنه کړه.

د افغان فلم ادارې مشره صحرا کریمي د منتقدینو نیوکو ته په ځواب کې وایي: (په پښتو وړ کیسه او سکرېپت راکړئ، زه په خپله ورته د فلم جوړونې لپاره بودیجه او اداکاران پیدا کوم)

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغان فلم اداره باندې نیوکې زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې په دغه اداره کې نه یوازې پښتانه اداکاران نشته بلکې په دغه اداره کې د کار کوونکو منځ کې هم پښتانه نه تر سترګو کېږي.

صحرا کریمي چې د افغان فلم ادارې مشري په غاړه لري، ډېری وخت په خپل ټویټر باندې منتقدین مخاطب کوي چې تاسې راشئ او د پښتو برخې تشه را سره ډکه کړئ.

د یادونې وړ ده چې په ډېری پښتني سیمو کې د فلم جوړونې صنعت کارانو ته په سپک نظر کتل کېږي او دوی ته په ډول ډول ناسمو نومونو باندې خطاب کوي. روانو کورنیو جګړو هم د دغې برخې صنعت کارانو ته ستونزه غټه کړې ده.

آرین خان چې په پښتو برخه کې د فلم جوړونې یوازینی ستوری دی، وخت ناوخت ګیله کوي چې څوک یې لاسنیوی نه کوي. نوموړی سره له دې چې په فلمونو کې مرکزي رول ادا کوي، د پښتو ژبې یو مشهور سندغاړی هم بلل کېږي چې تر اوسه یې لسګونه سندرې ویلې دي.

په فلمي صنعت کې له پښتنو سربېره د هېواد ځینې نور ټبرونه هم بیخي په نشت حساب دي. ازبک، سېک، باختري او ځینې نور واړه لږکي قومونه هم په فلمي صنعت کې را څرګند شوي نه دي.

اوس وخت کې د افغانستان فلمي صنعت تاجکو او هزاره ګانو ته ور پاتې دی خو په دوی کې هم ډېری اداکاران ګیله کوي چې دولت یې لاسنیوی نه کوي. څه موده مخکې هم د رسول ایمان په نوم یو افغان فلمي اداکار د بېوزلۍ له امله ګیلې لرلې. ځینو کسانو یې په ټولنیزو رسنیو کې انځورونه لاس پر لاس کول چې په کوم اروپایي هېواد کې یې د ګارسون دنده کوله.

صحرا کریمي په خپلو څرګندونو کې په طنزیه ډول لیکلي دي چې د پښتو وړ کیسې راوړۍ چې هندي بازي او سلیم شاهین بازي دریځ و نه لري.

سلیم شاهین په دې وروستیو کې له سختو نیوکو سره مخ دی، نوموړی د یوې فلمي اداکارې د ځورولو په تور په بند هم محکوم شوی ؤ. څه موده وړاندې افغان فلم ورسره کړي قراردانونه هم لغوه کړل.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More