The news is by your side.

طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځي پیلوي

خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو ښوونځیو ته امر کړی چې سر له راتلونکې شنبې دې د زده کوونکو پر م ښوونځي خلاص کړي.

په داسې حال کې چې کرونا وبا خپل اوج ته رسېدلې ده او تر نیم زیات نفوس کې د کرونا نښې لیدل کېږي، وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو مسؤلینو ته امر کړی چې د زده کوونکو پر مخ دې سر له راتلونکې شنبې ښوونځي پرانیزي.

دغې وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې له ټولو هغو مدیر مسؤلانو چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو چارې اداره کوي، امر کړی دی چې له راتلونکې شنبې دې په نورمال ډول د زده کوونکو ته درسونه پیل کړي.

وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې سر له شنبې ورځې زده کوونکي ښوونځیو ته را وغواړي او درسونه په نور مال ډول پیل کړي.

د یو شمېر هغه سیمو د ښوونځیو مدیرانو چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو لخوا ورته په دې تړاو اطلاعیې رسېدلي دي. د دغه مدیرانو په خبره، په اطلاعیو کې له دوی غوښتل شوي چې همدا نن خپل ټول زده کوونکي خبر کړي او د شنبې په ورځ ښوونځیو ته د زده کړو لپاره حاضر شي.

وسله وال طالبان داسې مهال د ښوونځیو د بیا پیلېدو خبر ورکوي، چې کرونا ناروغي په هېواد کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او پوهنې وزارت تر اوسه د ښوونځیو د بیا پیلېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې. سږ کال د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې تحصیلي او تعلیمي مرکزونه بند شول. لوړو زده کړو، پوهنې او روغتیا وزارت اوس پر یوه طرحه کار کوي چې په کومو شرایطو باید بېرته تحصیلی او تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې هم کله چې دغې اورپکې ډلې پر دولتي ځواکونو بریدونه زیات کړل او د کرونا لومړۍ څپه پر افغانستان د خپرېدو په حال کې وه، حکومت ورته په ځلونو د اورکم وړاندیز وکړ خو دغې وسله والې ډلې په بیا بیا رد کړ.

تر اوسه د وسله والو طالبانو دغې پرېکړې ته حکومت کوم غبرګون ښودلی نه دی، خو ټولو هغو ښوونځیو او ښوونکو ته د حکومت لخوا امکانا او معاشونه ورکول کېږي، کوم چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.