The news is by your side.

شل اوریز نړیوال جام، آسټرالیا خپلې پولې تر ۲۰۲۱ پورې تړي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره د سپورټ نړۍ هم خاموشه شوې ده خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې په نیږدې راتلونکي کې به نړیوال کرېکټ یو ځل بیا پیل شي.

د کرونا وبا په راتګ سره د سپورټ نړۍ هم خاموشه شوې ده خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې په نیږدې راتلونکي کې به نړیوال کرېکټ یو ځل بیا خپلې ولولې پیل کړي. ټا کل شوې وه چې سږ کال به په نړیوالو مشهورو فارمټونو کې دوه ستر جامونه ولوبول شي، چې یو یې نړیوال شل اوریز جام او ورپسې آسیا کپ هم ؤ.

 خو اوس داسې ګنګسې شته چې ګواکې نړیوال جام به وځنډول شي او که کېږي، ښایي ځای یې بدل شي ځکه آسټرالیا چې د سږني شل اوریز نړیوال جام کوربه ټاکل شوی دی، داسې اشارې کوي چې ښکاري دوی به د دغه نړیوال تورنمنټ کوربتوب ونکړي.

د آسترالیا د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر ویلي دي چې دکرونا قرنطين او نورو حالاتو ته په کتو داسې نه ښکاري چې د ٢٠٢٠ را روان ٢٠اوریز نړیوال جام سیالۍ دې وشي.

په ورته وخت کې آسترالیا تازه اعلان وکړ چې تر ٢٠٢١ کال پورې به یې نړیوال سرحدونه تړلي وي. د کرکټ نړیوالې شورا لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او وايي چې د کوربه هېواد ټولو ١٦ ګډونوالو هېوادونو او مالي ملاتړو سره به له مشورې وروسته خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

ټاکل شوې وه چې د نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې پیل شي. دغې تونمنټ کې د برخې اخیستلو لپاره افغان لوبغاړو هم تمریناتي کمپ پیل کړی دی. اوس مهال د نړیوال جام لپاره په دریو انتخابونو باندې بحثونه کېږي. لومړی دا چې ښایي وځنډول شي او راتلونکی کال وشي، دویم دا چې شاید بیخي لغوه شي او دریم یې با دا چې د دې امکان هم شته چې په خپل ټاکلي وخت باندې ترسره شي.

د آسیا جام لپاره هم ورته کیسې او راپورونه روان دي. هند چې د کرېکټ نړیوالې شورا کلک ملاتړ له ځان سره لري، هڅه کوي خپلې سوداګریزې سیالۍ د آسیا جام پر ځای ترسره کړي ځکه دوی د هغو ګټه مهمه ده خو د پاکستان په ګډون ځینې هېوادونه بیا هڅه کوي چې آسیا جام په خپله ټاکل شوې نېټه ترسره شي. اوس وخت کې سریلانکا چې د کرونا له ګواښ څخه په نسبي توګه په امان کې ده، هڅه کوي د کرېکټ نړیوالې شورا پام ځانته واړوي او د آسیا کپ کوربتوب وکړي.

دا چې څه به کېږي، ښایي تر را روانې میاشتې پورې ډېر څه روښانه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.