The news is by your side.

امریکا له افغانستان سره ۴۲،۵ ملیونه ډالره مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا له وزیر سره د امریکا پراختیایي ادارې د مشر په خپله وروستۍ ویډیویي غونډه کې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د ۴۲،۵ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

امریکا وروسته له هغه له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې لپاره د ۴۲،۵ ملیونه ډالرو مرسته کوي چې اوس مهال په افغانستان کې کرونا وبا تر هر کوره رسېدلې ده او د غیر رسمي معلوماتو له مخې د هېواد د نفوذ تر نیمایي زیاته برخه په کرونا وبا باندې اخته شوي دي.

د امریکا د پرمختیایي ادارې (USAID) مشر وایي چې دوی به یاده شوې مرسته په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته وسپاري، چې په وینا یې ۱۰،۹ ملیونه ډالره به د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په افغانستان کې د روغتیایي بنسټونو او لابراتوارونو په تجهیز کولو باندې لګوي او پاتې ۳۱،۶ ملیونه ډالره به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکول کېږي تر څو په روغتیایي چارو کې یې ولګوي.

هېره دې نه وي چې له همدې مرستې ۱،۶ ملیونه ډالره به د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پر بېلا بېلو روغتیایي چارو باندې لګوي.

امریکا داسې مهال له افغانستان سره د لا زیاتو مرستو ټټر وهي چې تازه افغان حکومت له نړیوال بانک څخه د قرضې اخیستلو په درشل کې دی چې د ولس له هتوندو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د کرونا وبا ناروغان تر بل هر وخت ډېر شوي دي چې روغتیایي بنسټونه یې د آزموینې د بهیر لپاره کافي امکانات نه لري. د یوې سروې له مخې افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې د کرونا وبا کم ټېسټونه په کې کېږي. افغانستان تر اوسه په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰۰۰ زیاتو تېسټونو راپور نه دي ورکړی.

د یادونې وړ ده چې امریکا د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې هم له افغانستان سره د ۱۵ میلونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه چې هغه مهال یې هم ۱۰ ملیونه مستقیم افغانستان او ۵ ملیونه نوره مرسته د روغتیا نړیوال سازمان له لارې له افغانستان سره اعلان کړې وه.

افغانستان په دې وروستیو کې له خورا بد روغتیایي کړکېچ سره مخ دی. دغې چارې، ولس، حکومت او روغتیایي بنسټونه سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.