The news is by your side.

د هند او چین له کړکېچ سره هممهاله پاکستان امنیتي ناسته کړې

خبریال وېب پاڼه/په داسې حال کې چې هند او چین یو د بل پر وړاندې په خپله ګډه پوله ماشه را پورته کړه او د هند شلو پوله ساتو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د پاکستان د سمندري او نورو ځواکونو مشرانو امنیتي ناسته کړې ده.

وروسته له هغه چې د هند او چین پوله ساتو یو د بل پر وړاندې ماشه را پورته کړه او د هند ۲۰ پوله ساتي پکې ووژل شول، په ظاهره د پاکستان د دری ګونو ځواکونو مشرانو امنیتي ناسته کړې ده. شنونکي وایي پاکستان د هند او چین تر منځ له روان کړکېچ څخه هم خپله شومه استفاده کوي.

د پاکستانۍ ډان ورځې د راپور له مخې د کشمیر او نورو سیمه ییزو شخړو په هکله د پاکستان د دری واړو وسله والو ځواکونو د مشرانو یوه مهمه غونډه د دغه هېواد د څارګرې ادارې په مرکز کې شوې ده چې پکې د هند د کړنو په وړاندې د ای ایس ای په پلانونو او چمتووالي باندې خبرې اترې شوې دي.

له دغې غونډې وروسته د پاکستان د پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې پوځي مشرتابه ته په سیمه کې د سلامتۍ په ځانګړي توګه د کشمیر د ویشونکې پولې اؤ د هند تر واک لاندې کشمیر کې په وضعیت باندې خبرې اترې وشوې.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ښکېل هېواد دی چې وخت ناوخت ورته د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لخوا د اعتراض ګوته نیول کېږي.

ډان ورځپاڼه وایي چې د ایس ایي مرکز ته د ټولو پوځی مشرانو ور ټولیدل یوه د انتظار خلاف ناسته ده. دوی زیاتوي چې داسې غونډې په ډېرو بدو او کړکیچونو حالاتو کې د پوځ د دنننیو خدماتو باوري کولو له پاره ډېرې اړینې وي.

ویل کېږي په دغه غونډه کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو د کمیټې مشر جنرال ندیم رضا، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل ظفر محمودعباسي، دهوایي ځواکونو مشر مارشل مجاهد انور خان اؤ د عمومي ځواکونو مشر جنرال شهیر شمشاد مرزا ګډون درلود.

په پاکستان کې یو شمېر څېړونکي وایي چې ګواکې هند خپل ځواکونه د پاکستان پر وړاندې عملیاتو له پاره چمتو کوي خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په دې وروستیو کې څو کرته هند ته خبرداری ورکړی چې که د څه رقم تیري هڅه یې وکړه نو د پاکستان لخوا به هم ورته ځواب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې کومه پېښه هم را منځته شوې نه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.