The news is by your side.

پکتیکا کې مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

خبریال وېب پاڼه / د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايې د حکومت د نه پاملرنې له امله په دې سیمه کې مالداري د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

ځايي خلک وایي د حکومت د نه پاملرنې له امله تر ۴۰ سلنه مالداري له منځه تللې  او نوره یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

د پکتیکا اوسیدونکی احمدخان وايي، دوی د مالدارۍ په برخه کې له سخت زیان سره مخ دي او حکومت یې باید پوښتنه وکړي.

احمدخان زیاته کړه څو ځلې یې له حکومتي مسولینو سره دا ستونزه شریکه کړې خو مثبت ځواب یې نه دی موندلی.

په ورته مهال په یاد ولایت کې میشت کوچیان هم له همدې ستونزې شکایت لري او وايي، په روان کال کې د دوی په زیات شمیر مالونه مړه شول او حکومت یې هیڅ پوښتنه ونه کړه.

کوچیان وایي، که مسولین دې برخې ته پاملرنه ونه کړي ښايي راتلونکو کلونو کې په دې ولایت کې مالداري نوره هم زیانمنه شي.

دوی وایي هغه امکانات چې لازمه ده دوی یې باید خپلو مالونو ته برابر کړي خو لاسرسی ورته نه لري او نه یې هم وسه کیږي.

په ورته مهال مسولین بیا وایي دوی وخت ناوخته دې ولایت کې د مالونو د ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره درمل ویشلي دي.

د پکتیکا د کرنې او مالدارۍ رئيس ابوبکر حقیار وایي هڅه کوي څو په دې ولایت کې تر ۱۶۰ زره څارویو ته واکسین تطبیق کړي څو له ناروغیو وژغورل شي.

بل لورته وېترنران بیا د څارویو د مړه کیدو لوی علت د بروسلوز  او طاعون وژونکې او ساري ناروغي یادوي.

دوی وایي دا ناروغي تر ډیره څاروي وژني او د مالدارۍ برخه له زیان سره مخ کوي.

ويترنران وایي که دې برخه کې د کرنې ریاست وخت ناوخته واکسینونه عملي کړي ژر به د مالدارۍ د له منځه تلو مخه ونیوله شي.

دوی زیاتوي چې که دا واکیسنونه عملي شي نو له یوه اړخه به د څارویو مړینه را کمه، شیدې او غوښه به يې زیاته او انسانان به يې هم له خطرونو څخه په امن کې شي.

د پکتیکا نږدې ۷۵ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، دوی وړاندې هم شکایتونه لرل چې حکومت يې مالدارۍ ته لازمه پاملرنه نه کوي.

افغانستان یو له هغو ملکونو څخه شمیرل کیږي چې اکثریت وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو ستونزې حلوي او یوڅه لاسته راوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.