The news is by your side.

یوناما: اداري فساد په افغانستان کې د اوږودمهالې سولې مخه نیولې

خبریال وېب پاڼه / افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره  وايي د افغان حکومت له لوري په دې هیواد کې د اداري فساد په نوم پيل شوې مبارزې اوس هم د افغانانو پر ژوند مثبته اغیزه نه ده کړې.

دا اداره وایي ، چې د افغانستان د اوږد مهاله سولې او سوکالۍ په وړاندې فساد لا هم یو تر ټولو مهم خنډ پاتې دی.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې ادارې دا خبره د اداري فساد پر وړاندې به خپل څلور کلن راپور کې کړي.

یادې ادارې خپل څلورکلن راپور د جون په ۱۷ مه خپور کړی دی.

یوناما که څه هم  په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت د پرمختګ څو ټکي تاییدوي خو بیاهم وایي چې څنګه چې لازمه ده د خلکو پر ژوند یې مثبت اغیز نه دی کړی.

په راپور ویل شوي چې د فساد پر وړاندې اصلاحات په ۲۰۱۹ کال کې ټکني شوي او دغه راز د تېرو کلونو پرتله ډېر لږ د قانون جوړونې نوښتونه شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز افغانستان کې د سولې هڅو ته په اشارې وايي، د سولې او پرمختګ شاوخوا ننګونو او فرصتونو ته په کتو سره، د فساد پر وړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي.

ملګرو ملتونو دا رپوټ داسې مهال خپور کړی، چی په ارګ پورې تړلی نوملړ ښيي چې د ماليې وزارت د اوسنیو درې مرستیالانو او د ګمرکونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د دې وزارت نږې ۷۰ کارکوونکي ممنوع الخروج بلل شوي دي.

خو د مالیې وزارت د دغه افشا شوي لېست په اړه ناخبري ښيې او وايي، تر اوسه دوی ته دغه لیست نه دی رسېدلی.

په مکتوب کې ویل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

خو یوناما د فساد په اړه په خپل کلني راپور کې سپارښتنه کوي، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې دې د افغان ادارو ملاتړ وشي او د افغانانو ژوند ته دې ښه والی ور وبښي چې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

افغان حکومت او په دې هیواد کې او اړوندو ادارو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

عام ولسونه هم په حکومت کې د فساد خبري کوي او وایي ډیری کساند پيسو په زور په دندو ګمارل کیږي.

کابل میشتي وایي، ګڼې داسې ادارې شته چې د فساد له امله رسنیو ته په ښکاره څه نه شي ویلی او ځینې وختونه په یوه او بله بهانه ځانونه غولوي.

بل لورته یو شمیر افغان سیاسي شنونکي هم په حکومت کې د فساد خبره کوي او وایي همدا یو له هغو لاملونو بولي چې د سولې مخنیوی کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.