The news is by your side.

د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان لومړیتوب

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وايي د فساد پر وړاندې د مبارزې اصلاحات باید په افغانستان کې یو لومړیتوب پاتې شي.

د فساد سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو په یو نوی راپور کېراغلي چې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دوامداره او اغېزمنې هڅې د دغه هېواد د راتلوونکي لپاره خورا مهمې ګڼل شوي او له افغان مشرانو غوښتل شوي، چې فساد سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویلي په ځانګړي توګه د سولې او پرمختګ شاوخوا ننګونو او فرصتونو ته په کتو سره، د فساد پر وړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي.

“د اداري فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده” ، تر سرلیک لاندې د یوناما څلورم کلنی راپور د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو د پرمختګونو ارزونه کوي او همدا رنګه شننې او سپارښتنې وړاندې کوي تر څو د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د ادارو ملاتړ وشي او د افغانانو ژوند ته ښه والی ور وبخښي چې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس ګریوان دي.

راپور کې ویل شوي دي چې د فساد پر وړاندې اصلاحات په ۲۰۱۹ کال کې ټکني شوي او همدارنګه د تېرو کلونو په پرتله ډېر لږ د قانون جوړونې او ستراتیژیک نوښتونه ترسره شوي دي.

افغانستان ډېر ځله د اداري فساد په برخه کې د نړۍ د مفسدو هېوادونو د لېست په سر کې پاتې شوی.

د افغانستان د وروسته پاتې کېدو یو اساسي لامل هم اداري فساد دی چې د حکومت له ډېرو هڅو سره سره بیا هم په بشپړ ډول نه دی مهار شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.