ناندریز کتاب، ټرمپ د غني او کرزي توپیر نشوی کولی
خبریال وېب پاڼه/په وروستیو څو ورځو کې د امریکا کورنیو رسنیو خبرونه د جان بولټن لخوا لیکل شوي کتاب او هغه ته د نه چاپ کېدو په سر بحثونو ګرم کړي دي.
جان بولټن په خپل لیکلي کتاب کې د ټرمپ په هکله خورا ناندریز رازونه افشا کړي دي، په یوه برخه کې یې راغلي چې ټرمپ د افغانستان په هکله دومره بې معلوماتو ؤ چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني اشرف غني توپیر یې نشوای کولی.
د امریکا د ملي امنیت د مخکیني سلاکار جان بولټن کتاب چې په نیږدې راتلونکي کې به له چاپه را ووځي، په امریکا کې د رسنیو د سر خبر شوی او د ټرمپ په اړه یې له ډیرو رازونو پرده پورته کړې ده.
د امریکا په را روانو ټاکنو کې د ټاکنیز په دې ګرم چاپېریال کې ټرمپ ته د بیا ځلي ولسمشر کېدو لپاره غځېدلې لاره ورځ تر بلې سختېږي او جنجال پسې جنجال ورته را مخکې کېږي. جان بولټن چې د همدې ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو کې د ملي امنیت سلاکار ؤ او بیا وروسته له ټرمپ سره د فکري ناسازۍ له مخې له دندې ګوښه شو، اوس یې په خپل یوه اثر کې ټرمپ ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ان پي آر راډیو چې ددغه کتاب له چاپ وړاندې ګڼ موضوعات کتلي دي د افغانستان په تړاو یې د ټرمپ په اړه د بولتن افشا شويو رازونو ته هم اشاره کړې ده او لیکلي یې دي، په یو داسې هیواد کې چې امریکا یې ستراتیژیک ملګری بولي او زرګونه سرتیري هلته میشت دي خو ولسمشر ټرمپ یې د اوسني او پخواني ولسمشر تر منځ فرق نه شي کولای او ډیرو مجلسونو کې داسې پیښه شوې چې ټرمپ به دومره ګډوډ وو چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي توپیر به یې نه شوی کولای او ډیر وخت به یې د دوی دواړو نومونه غلطول.
د جان بولټن په دغه کتاب کې چې (هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول) نومیږي دا هم راغلي چې ټرمپ غوښتل په ډیره بې پروا توګه د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي او د دې ناکامۍ اصلي پړه پر پخواني ولسمشر اوباما ور واچوي.
نوموړي همداراز نن په یوه مرکه کې ویلي وو چې ټرمپ غواړي په را روانو ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره له چین څخه مرسته وغواړي.
ټرمپ بولټن ته ګوت څنډنه کړې ده او ویلي یې دي که دغه کتاب خپور کړي نو د عدلي او قضايي ادارو له اقدام سره به مخ شي. ویل کېږي د روانې میاشتې په پای کې دغه کتاب خپور شي، چې په هغه کې د ټرمپ د حکومت مهم رازونه افشا شوي دي.
امریکایي سیاستوال چې له دندو ګوښه شي، بیا د خپلو تېرو تجروبو په هکله کتابونه لیکي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.