چارواکي: راتلونکې اوونۍ ننګرهارنه پاکستان ته صادرات پیلیږي
خبریال وېب پاڼه / د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې له دې ولایت څخه به کوزې پښتونخوا او پاکستان ته را روانه اونۍ د توکو صادرات پيل شي.
په همدې موخه د دې ولایت د ګمرک ریاست مسولینو په تورخم ښارګوټي کې له یو شمیر پاکستاني چارواکو سره لیده کاته ترسره کړي دي.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په دې لیدنه کې دواړه لوري دې پایلې ته رسیدلي ، چې راتلونکې اونۍ به له ننګرهار ولایت نه پاکستان ته د توکو صادرات پيلیږي.
د صادراتو د پيل نېټه را روانه دوشنبه د جون میاشتې ۲۲ مه ښودل شوې ده.
د تورخم سوداګریزه لاره له تیرو څو میاشتو راهیسې د کرونا وایروس د خپریدو د مخنیوي په موخه پاکستاني حکومت تړلې وه، چې له امله یې سوداګرو ته سخت زیان هم اوښتی و.
د دې ولایت سوداګر وایي سلګونه لارۍ یې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته ولاړې دي او په کې بار توکي له منځه تللي او یا هم د له منځه تلو په حال کې دي.
دوی وایي، د تورخم دروازې بندښت ننګرهاریان هم له سخت زیان سره مخ کړل ځکه په خبره یې ، چې د توکو بیې ورسره دوه برابره لوړې شوې.
اوس هم په جلال اباد ښار کې د توکو بیې ډیرې لوړې دي.
ښاریان وایي، له کله نه چې پاکستانۍ کلدارې بندې شوي او یا هم د کرونا ویروس خبره رامنځته شوې دوی له زیان سره مخ دي.
ښاریان شکایت کوي چې په دې ولایت کې سوداګر او یو شمیر چارواکي سره یو ډله مافیا جوړه کړې او له همدې لارې هڅه کوي توکي په لوړ قیمت پر خلکو وپلوري.
خو بل لورته ښاروالۍ بیا د سوداګریزو لاړو تړل او د کرونا ویروس د توکو د لوړښت لوی علت یادوي.
د جلال اباد د ښاروالۍ د مارکیټونود تنظیم آمر نقیب احمد اتل وایي دوی هڅه کوي څو په دې ولایت کې د خوراکي او یا غیر خوراکي توکو بیې کنترول کړي خو په خبره یې سوداګر او ولسونه ورسره مرسته نه کوي.
ولایتي اداره یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به ولسونو ته ښه خدمات وړاندې کوي او په دې برخه کې د سوداګرو مرسته اړینه بولي.
د تورخم سوداګریزه لار وخت ناوخته د پاکستانیو ځواکونو له خوا تړل کیږي چې ډیری په دې اند دي چې پاکستان له دې لارې د سیاسي فشار په توګه ګټه پورته کوي.
سوداګر په دې باور دي که پاکستان له سوداګرۍ په سیاسي برخه کې ګټه پورته نه کړي نو دواړه لوري عام ولسونه به ډير په ارزانه توکي د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړای شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.