کرونا وایرس افغانستان کې پر ښوونیز بهیر تاثیر کړی

خبریال وېب پاڼه / د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس او تاوتریخوالي په افغانستان کې د ښوونځیو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی.

یاد سازمان پر خپله وېب پاڼه په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپرېدو او همدا راز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو د شدت له امله ښایي نور هم ښوونځي زیانمن شي او په ښوونځیو کې د حاضرو زده کوونکو شمیر هم کم شي.

سازمان په خپره کړې مقاله کې ویلي، چې  اوس هم په لرې پرتو سیمو کې دې وضعیت تر ټولو ډېر منفي اغېز د نجونو پر ښوونځیو او ښځینه زده کړیالانو کړی دی.

سرچینه لیکي که روان کال ښوونځي پیل هم شي نو د پورته ستونزو د شتون له امله ښايي ډېرې نجونې خپلو زده کړو ته حاضرې نه شي.

دغه سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې پر ښوونځیو او په تېره بیا د نجونو پر زده کړو د جګړو او کرونا ویروس د پراختیا د منفي اغېز مخه ونیسي.

د سرچینې په خبره افغان مېرمنې باید شاتګ و نه کړي او حکومت یې باید د زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د کرونا او جګړې یواځنۍ خبرې نه دي چې منفي اغیزې یې ډیرې ښکاري له دې سره سره په دې هیواد کې ناسم کلتوري دودونو هم له ډیرو نجونو د زده کړو حقوق اخیستي دي.

په افغانستان کې په پښتون میشتو ولایتونو کې بیا د نجونو پر وړاندې د دودیزې ستونزې ډیرې دي چې د دوی د زده کړو مخه نیسي.

د معلوماتو له مخې ډیری نجونې د ناسمو کلتوري دودونو له امله له شپږم ټولګي پورته ښوونځی پریږدي او له زده کړو مخ ګرځوي.

که څه هم په دې برخه کې هڅې ډیرې روانې دي څو ښځینه وو ته په بیلابیلو برخو کې د زده کړو زمینې برابرې شي خو بیا یې هم اغیزې څنګه چې طمعه کیږي نه لیدل کیږي.

له هلمند سربیره په ختیځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم په لرې پرتو سیمو کې په زیات شمیر نجونې د زده کړو له نعمته بې برخې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum