The news is by your side.

صدیقي: د مالیې وزارت د کارکوونکو په اړه پلټنې کیږي

خبریال وېب پاڼه / د افغان جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي نن پنج شنبه په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې د مالیې وزارت د هغو لسګونه چارواکو او کارکوونکو په اړه به پلټنې کیږي،چې له هېواده له وتلو منع شوي دي.

صدیقي خبریالانو ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به فعالې ادارې خپل کار ته دوام ورکوي.

د نوموړي په خبره د یاد لېست او د اداري فساد په اړه پلټنې د جرم په مانا نه دی او برائت د قانون له مخې اصلي حالت دی.

په هغه لېست کې چې خپور شوی په کې دمالي وزارت د چارواکو ترڅنګ ۶۸ کارکوونکي شامل دي.

په یاد لېست کې د مالیې وزیر د دفتر رئیس، درې مرستیالان ، د عوایدو او ګمرکونو څو رئیسانو هم شامل دي.

په خپور شوي مکتوب کې له متن ښکاري چې د ملي امنیت ادارې لخوا په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندانۍ ته استول شوی.

په مکتوب کې ویل شوي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

خو بل لورته د مالي وزارت بیا د خپلو لسګونو کارکوونکو د ممنوع الخروج  کېدو په اړه ناخبري وښوده.

د مالیې وزارت ویلي و، داسې کوم رسمي لېست یې نه دی ترلاسه کړی، چې په کې د دوی کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شوي وي.

صدیقي د دې لست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغو راپورونو ته په اشارې سره، چې په دې لست کې د یادو شویو کسانو په اړه شته وویل د ادارې فساد د تورونو په اړه څېړنې یو دوام داره کار دی خوپه خبره یې هغه څه چې په دې لېست کې را غلو کسانو ته باید د ده په وینا واضحه وي هغه دا دي، چې د قضايي ادارو له پریکړو مخکې دا ډول کسان بې ګناه دي.

ویاند صدیقي  د دولتي عایداتو راټولوونکو ادارو په تېرو ګمرګونه څېړنو ته په اشارې سره وویل چې ولسمشر دې برخه کې د شته تورونو د څېړلو په اړه جدي دی او دې برخه کې ډیر پام کوي.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون په دومره ډیر شمیر کې د کارکوونکو په اړه دا ډول جدي او سخته پریکړه کیږي.

هغه په ټینګار سره وویل، چې د دوی دا پریکړه سیاسي موخه نه لري او نه هم د فساد پر وړاندې مبارزه سسته شوې او زیاته یې کړه چې د تېر په څېر دوی ته اوس هم له فساد سره مبارزه یو اصل او لومړیتوب دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.