The news is by your side.

د دولسو تاریخي آبداتو د بیارغونې هڅې

خبریال وېب پاڼه/ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولسو تاریخي آبدو د ترمیم پروژو هوکړه لیک د ملي پراختیا ریاست سره لاسلیک کړ.

په دې منځ کې، پنځه پروژې هلمند، دوه پروژې هرات او یوه یوه پروژې به هم د سمنګان، نمیروز، کندوز، کابل او فاریاب ولایتونو کې پلي شي.

تېره ورځ د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د ملي پراختيا شرکت ترمنځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې ياد شرکت په ۷ ولايتونو کې ۱۲ لوی تاريخي ابدات بيا رغوي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست په دې غونډه کې وويل، چې حکومت د خپلو تاریخي ابداتو بيارغاونې او ساتنې ته ژمن دی او د همدې رسالت له مخې به په هېواد کې مهم تاريخي ځايونو بيا ورغاول شي.

د بيارغاونې په دې ځايونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

۱- په سمنګان کې د رستم تخت

۲- په نیمروز کې د جنګي کلا

۳- د کندُز په امام صاحب بندر کې د حاجي شهید جومات

۴- د هلمند بُست کلا

۵- د هلمند د شهیدانو زیارت

۶- د هلمند په قلعه بُست کې د امام ابن حبان بُستي مقبره

۷- د هلمند د بُست کلا څاه، دېوال، شیشک.

۸- د هلمند په قلعه بُست کې تاریخي تنور

۹- د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي مقبره

۱۰- په هرات کې د حوض مزاد خان ځای

۱۱- د کابل په اوومه ناحیه کې د باغ فتوح جومات

۱۲- د فاریاب په اندخوۍ ولسوالۍ کې د شهباز خان پخوانۍ مدرسه

د دغو ابداتو د بيارغاونې چارې به ملي پراختيا شرکت پرمخ وړي.

ملي پراختيا شرکت تر دې وړاندې د هېواد د مهمو پروژو کارونه په برياليتوب ترسره کړي او د دارلامان ماڼۍ بيارغاونه يې يوه بېلګه ده.

په ورته مهال په غور ولایت کې د جام منار د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د جام منار زرګونه کاله مخینه لري او اوس مهال د بارانونو، سېلابونو او طبیعي پېښو له کبله سخت تخریب شوی او د نړېدو امګان یې شته.

خلک له حکومت غواړي چې د دې تاریخي منار پر بیا جوړېدو دې لاس په کار شي، کنه نو ډېر ژر به ولویږي، خو حکومت د ببا رغونې په نویو پروژو کې هم د دې منار جوړېدو ته لا ځای نه دی ورکړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance