افغانستان کې جهاد وکړي پاکستانی پوځ موترشاولاړدی
خبریال وېب پاڼه – د پآکستان په سینټ کې دا آواز اوچت شو چې افغانستان کې جهاد وکړي پاکستانی پوځ مو تر شا ولاړ دی؛ دا غږ د پاکستاني سناتور بېرسټر محمد علي سیف وکړ چې د پوځ ملاتړ ورسره دی .
هغه وویل چې : «کله د پاکستان خلک “جنګېدونکی قوم” شي نو بیا به پوځ (د هېواد لپاره) جګړه وکړي. نوموړي د پاکستان خلک خصوصاً خصوصاً مذهبي ګوندونه وپارول چې په کشمیر او افغانستان کې وجنګېږي؛ راشئ نن کشمیر ته ننوځي ستاسې مخه چا نیولې ده، کشمیر ازاد کړئ د پاکستان پوځ ستاسې شاته ولاړ دی، لاړ شئ افغانستان ته جهاد وکړئ د پاکستان پوځ ستاسې تر شا ولاړ دی.»
دغو څرګندونو په پا کستان کې دننه د پښتنو نیشنلیستانو سخته غوسه را پارولې ده .
پاکستانی پوځ چې همېشه په افغانستان کې لاس وهنه کوي په افغانستان او کشمیر کې په ترهه ګرو بریدونو کې په مستقیمه او غیري مستقیمه توګه ښکیل بلل کیږي ؛ اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې نا مشروع جګړې ته قانوني بڼه ورکړياو په سنیټرانو او د پارلمان په وکیلانو دا موضوع را وسپړي .
پښتون سیاستوال د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د قومي اسبملۍ غړي علي وزیر په یو ټویټ کې ویلي چې :
«د سنېټر بېرسټر سیف دا خبره غندم چې وایي توندروه عناصر باید کشمیر او افغانستان ته ننوځي او د پاکستان د پوځ په ملاتړ وجنګېږي».
دښمن هیواد (پاکستان) پوځ چې همېشه یې په خپلو لاس پوڅو په افغانستان کې د جګړې اورته لمن وهلې ده ، تر دم ګړیه په رسمي ډول د پاکستاني سناتور خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ البته سناتور سیف د پاکستان د پوځ ملاتړی دی همېشه د پوځ خبريپه سینټ کې کوي .
بېرسټر سیف د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی او له متحده قومي موومنټ پاکستان سره تړاو لري، چې له واکمن تحریک انصاف ګوند سره په حکومت کې شریک دی.
افغان حکومت لا هم د پاکستاني پوځ پرمداخله او د پاکستاني سینټ پر اوسنیو خبرو پټه خوله دی . پوښتنه داده چې ایا دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا توان نه لريچې د پاکستان ځواب ووايي ؟
یا افغان حکومت کې داسي څوک شته چې د دښمن هیواد (پآکستان) سینټتهځوابوواييیاغبرګونوښيي؟
دافغانستاندبهرنیوچارووزارتوليویدهدی؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.