The news is by your side.

موټري ادبیات

خبریال وېب پاڼه /  پيل کې باید په دې پوه شو، چې  موټري ادبیات وايې څه ته؟ دا ترکیبي اصطلاح ورته مناسبه ده ؟ کومې ځانګړنې لري او د دې ډول ادبیاتو د پنځولو موخه څه ده ؟

ادبیات چې له ټولنیز ژوند، ټولنې او بشري افکارو، تجربو او مشاهدو سره سروکار لري، ټول هغه څه بیانوي/وړاندې کوي، چې د ټولنې فرهنګ يې ایجابوي .

پنځونې معمولا د هر شاعر او لیکوال د برداشت، مطالعې او فکر تولید دی او دا بې ځایه نه ده چې پدې برداشتونو کې به څوک د جانان له غمه ژاړي، څوک به د دوران غمونه خوب ته نه پریږدي، پر چا به د خدای مینه زوروره وي او څوک به لکه رحمن بابا په ټولنه کې د خیرمنو انسانانو د ډېریدو هیله من وي.

د ژوند ددې ګڼو اړخونو او لید لوریو سره همداسې د ادبیاتو موضوعګانې ګڼې، ډېرې او مهمې دي، چې باید د ټولنې د پنځګر په توګه يې ادیبان، ادب ته را ننباسي.

په ادبي دنیا کې د همدې ګڼو موضوعګانو د بیان، مختلفو نظریو، تیوریو او اصطلاحګانو ایجاد ته زمینه برابره کړې، چې ځینې يې خورا مهمې دی او ځینې باید ونه منو.

له استاد ازمون سره مې هغه وخت یوې خصوصي راډیو لپاره په مرکه کې یوه پوښتنه همدا د موټري ادبیاتو په اړه وه.

د استاد ځواب د هغه تصور له مخې چې ما لاره ، بدل و .

استاد وویل :

موټري ادبیات همدا دي چې ډریور په یو سفر کې درباندې څو ډوله او څو سندرغاړې اوري، نه يې ذوق معلوم دی ، نه يې سندرغاړی او که ترې وپوښتي چې دا څه اورې ؟

درته وبه وايې :

بس مزل ورباندې لنډوو.

تېره ورځ مې د موټري ادبیاتو د لا ښې پيژندنې لپاره پر فیسبوک پوست وکړ او هلته مې ولیکل :

موټري ادبیات څه ته وايي او بېلګه يې هم راته ولیکئ؟!

ځینو ملګرو راته نثري جملې لیکلې وي، ځینو ټپې او امرالله امید لا پکې لیکلي و، چې له ډریور سره چې را کیناستې ، تر کوزیدو پورې چې څه له ډریور اورې، موټري ادبیات دي.

یوه ملګري راته لیکلي و :

Son af loghman          son af nangerhar

د دوی په کړیو کمنټونو( تبصرو ) کې لږو ډېر زما لپاره معلومات و خو اختلاف مو ډېر نه و خو د امید صیب نظر ټول راته د منلو نه دی.

د امید صیب موخه داده چې ګني ډریوران معمولا له کلیوالو او نورو ډریورانو سره چوکاټي نه غږیږي او تر ډېره يې په عامه اصطلاح د خولې پړي شکیدلي وي نو دوی چې څه وايې دا يې ادبیات دي.

که د ادبیاتو هغه تعریف چې زلمي هېواد مل کړی او د هنري ارزښت لرونکی مطلب پکې ادبیات بلل شوي هم راسره نه وي او هر بلیغ او فصیح کلام په ادب ور ګډ کړو، بیا هم دا نظر ځکه پر ځای نه دی چې نامانوسي کلمې، د ارزښتونو ننګول ، له ټولنیزو  معیارونو سړغړاوی د ادبیاتو هیڅ مکتب او ژانر نه مني.

تر اوسه د موټري ادبیاتو په اړه له ټولنې سره شته تصور همدومره روښانه شو، چې مبتذلې خبرې، شعرونه او هغه څه چې په اصطلاح شریف سړی يې په ویلو او لیکلو ځان راحته نه احساسوي؛ موټري ادبیات شول.

هغه شعرونه چې د موټر د ځانګړنو، تګ، پرزو او د ډریور یادونه پکې شوې وي، د موټر په اړه ادبیات دي.

مثلا :

او لګوه ډبل ګېرونه

فلانکوچه

ځه ماهیپر باندې ورخیژه

یا

راځه راپسې د سترګو توره

درځم درپسې شیشه کې ګوره

سترګې د جانان پر ما خوږې لګي

بریک سره مې ډبلې اشارې لګي

د تورو سترګو، شونډو سرو په تماشه کې ، لږ مخکې ګوره

استاده مه ګوره شیشه کې ، لږ مخکې ګوره

مړ دی ډریور په شل ډزي لګیدلي دی

جیګ يې کړه موټر ته سوزکی ارمان يې کړی دی

خدای دې پنچر کړه دا څلور واړه ټېرونه

ډاکسن واله

و دې وړه شیرینه

ډاکسن واله

ځینې ملګري بیا هغه شعرونه چې پر موټرونو لیکل شوي وي، موټري ادبیات ګڼي خو دا دلیل هم قوي ځکه نه دی چې کله کله پر موټرونو ډېر پیاوړي بیتونه ( د فکر او خیال له مخې ) هم لیکل شوي وي.

څو ځایه مې دا بیتونه لوستلي :

زړه پر دې نه دی چې ناولی مخ دی

چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دی

خاطر اپریدی

د ژوندون میره اوږده ده ستړی کېږی

ګوټ د شونډو د شربت ځان سره واخله

موسی شفیق

واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا يې

ای عبدالرحمنه جهان ټول عبدالرحمن دی

او نور

دې او لومړنیو شعري نظمي نمونو ته په پام سره دا ویل اسانه دي، چې لا هم د موټري ادبیاتو په برخه کې واضح تعریف نه لرو.

پر شعرونو سربېره د نثر په برخه کې ځینې داسې جملې، عبارتونه او ترکیبونه شته چې ځینې د  موټري ادبیاتو په برخه کې راځي خو ځینې يې داسې دي چې نه له موټري ادبیاتو سره سمون لري او حتی کله کله پکې داسې جملې او عبارتونه هم وي چې منفي او پوچ فکر وړاندې کوي.

ملنګي به مني، عاشقان زنده باد، ننګرهاریانو ته سلام ، ښکلي پکې فري د لیونیانو پاچا او نور به مو ډېر لوستلي وي.

پر ځینو موټرونو به مو دا هم لیدلي او لوستلي وي چې یا محمد ( د محمد تر نامه مخکې د یا راوړلو کې احتیاط ځکه په کار دی چې عالمان پکې اختلاف لري) او یا الله ، سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظیم ، الله اکبر نو دا خو اوس د موټرو ادبیات نه دي.

مونږ د فورمالېزم، ریالېزم ، سیمبولېزم او… ادبیاتو خبره کوو، یا د خوشال خان ، رحمن بابا ، حمید د ادبیاتو او مکتبونو خبره کوو او یا که د حماسي، عشقي، تصوفي ادبیاتو بحث لرو خو پردي هر یو بیا کتابونه کتابونه خبرې هم کېږي او هره یوه برخه بیا له نورو ښکاره بېلې ځانګړنې لري.

تیوري، نظریه او یا د یوې جلا کړۍ په توګه په ادبیاتو کې هماغه څه ځای نیسي، چې په پراخه کچه پکې کار وشي او  د یوې زمانې، یو شاعر د ادبي موتیف په توګه ورباندې څه زمانه تېره شي.

د موټرو ادبیات نه کومه ځانګړې لاره لري، نه يې تر اوسه په اړه په خورا عالي شعرونو کې بېلګې لرو او مهمه لا دا چې نه يې د ادب د ودې او بلې تیورۍ او مکتب پر وړاندې کوم خنډ رامنځ ته کړی؛ نو بیا د موټري ادبیاتو نومونه څه مانا؟

که دا سره منو چې اوس مهال نوموتي شاعران د موټري ادبیاتو نوم د ځان لپاره نه خوښوي او نه يې د لیکلو اراده لري نو دا هم باید ومنو چې دغسې نومونې هم د ادب پر زده کړیالانو بار دی.

لږو ډېر د موټرو په ادبیاتو کې هماغه شعرونه او نثرونه ځای لري، چې د موټرو ځانګړنو، اصطلاحګانو او رفتار په اړه راته یو څه ولري او کنه داسې خو د ژوند هرې برخه کې شعرونه شته او مونږ به يې بیا د ځانګړې لارې په توګه معرفي کوو.

ادبیاتو کې معمولا دورې، نظريې مکتبونه هماغه مهال  پيلېږي چې لوی شمېر لارویان، ملاتړي، پنځګر او مخالف ولري؛ نه دا چې څوک يې لا پر تعریف نه پوهېږي او اصطلاح ور پورې ورچوخ کړو .

لیکوال: ماهر احسانزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.