مرګ پر پاکستان! پر پاکستاني سفارت د افغان ځوانانو رنګ پاشل
خبریال وېب پاڼه/ د همبستګۍ د ځوانانو حزب په کابل کې د پاکستان د سفارت تر مخه لاریون وکړ.
دوی د کونړ ولایت په سرکاڼو او مرکز اسعد آباد د پاکستان پوځ له لوري د وروستیو راکټي بریدونو په اعتراض د پاکستان سفارت تر مخ لاریون کړی وو او د دې سفارت دروازه یې په رنګونو ککړه کړه.
دې ځوانانو او نجونو د مولوي فضل الرحمن، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان د ترهګر پرور سازمان ای اېس ای مشر حمید فیاض عکسونه په افغانستان کې د تل پاتې جګړې او وینې بهیدنې د ملاتړو په توګه وسوځول څو د افغانستان د جګړې، تنظیمونو، مجاهدینو، داعش، طالبانو، جاسوسانو له پلارانو او ملاتړو، او د پاکستان له تکنوکراتانو خپله کرکه څرګنده کړي.
د اعتراض ګډون کوونکو له لوري داسې شعارونه هم ورکول کېدل:
١: مرګ پر “ای اېس آی”
٢: “د پاکستان له لوري زموږ د خلکو وژل جنایت دی.”
٣: “مرګ د پاکستان پر مزدورانو”
٤: “د خپلو خلکو د وینې بدل د پاکستان د افغان مزدورانو نه اخلو.”
٥: “د جهادي تنظیمونو، داعش او طالبانو د ملاتړو لاسونه دې زموږ له هېواد لنډ وي”
دوی د پاکستان پر بیرغ د پاکستان د استخباراتو ادارې “ای اېس ای” نوم لیکلی وو او اور یې وراچولی وو.
څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد آباد راکټي بریدونه وکړه، چې له امله یې نږدې شلو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا پر کونړ باندې د پاکستاني ملېشو برید چې په کې یو شمېر ملکیان شهیدان او ټپیان شول، د سدیوې اعلامیې په خپرولو وغانده او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولو اصولو تخطي وبلله.
د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ باندې د پاکستاني ملېشو پرونی برید وغاندل او زیاتوي چې افغان پوځیانو او پوله ساتو له خپلې خاورې څخه د دفاع او ملي حاکمیت سبېڅلې دنده ترسره کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې تړاو یې له پاکستان حکومت سره خبرې کړي او هغوی به نور پر کونړ راکټي بریدونه نه کوي.
په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره په اخ او ډب لګیا دی، پاکستاني ملېشو د تپل شوې کرښې په اودو کې د تاسیساتو جوړولو او دغه راز د اغزن سیم غځولو ته ملا تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هر خل د پاکستان ملکي حکومت له افغانستان سره اړیکې تودې کړې دي، د دغه هېواد د ترهګرۍ ځالې (ISI) ورته بریدونه کړي دي او هڅه کوي په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ تشنج زیات کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.