The news is by your side.

روان کال به د افغانستان اقتصادي وده ٥,٥ سلنې ته را ښکته شي

خبریال وېب پاڼه/ په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان اقتصادي وده منفي ته اوښتې.

نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وده اټکل کړې، چې له ٧,٤ نه ٥,٥ سلنې ته را ښکته شي.

د نړیوال بانک وړاندوینه په داسې وخت کې کیږي، چې د افغانستان کورني عواید د تېر کال په پرتله ٣٥ سلنې نه ٣٠ سلنې ته کم شوي، چې له امله یې یې ٧٠ سلنه افغانان د اقتصادي او مالي له پلوه اغېزمن شوي او د بې وزلۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي.

دا په داسې مهال ده چې ممکن له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کچه هم را کمه شي.

د افغانستان بانک پخوانی مشر واحد الله نوشېر وایي، یوازې سوله کولی شي چې پورتنۍ معادله سرچپه کړي، سوله د جګړې لګښت راکمولی شي، افغان پانګوالو ته د پانګونې ډاډ ورکولی شي او زمینه ورته مساعده کولی شي، بهر مېشتو افغانانو ته هېواد ته د راتګ فرصت په لاس ورکولی شي، کورني عواید هم لوړېدای شي، د افغانستان د صادراتو کچه پورته وړلی شي، چې په نتیجه کې به یې د هېواد اقتصادي وده وغوړیږي، او د پرختګ مخه به خلاصه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد د کرونا ویروس له خپرېدو سره زیانمن شو، ټول کاروبارونه او سوداګریزې اړیکې د څو میاشتو لپاره په ټپه ولاړې وې.

خو اوس د سوداګریزو لارو په پرانیستل کېدو سره بېرته د ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې پیل شوي.

په افغانستان کې مالي فساد هم هغه موضوع ده چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی او یوازې د ګوتو په شمېر کسانو اقتصاد پرې جوړ دی.

افغانستان کې د مالي فساد له امله اوس زیات هېوادونه له افغان حکومت سره مرستې کولو ته زړه نه ښه کوي.

نړیواله ټولنه هم له افغان حکومت غواړي چې په افغانستان کې د فساد مخه را ونیسي.

بل لور افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره زیاتې نړیوالې مرستې وشوې خو دا مرستې ټولې د څو کسانو تر منځ حیف او میل شوې. په خروارونو ډالرو مرستو کې زیات شمېر افغانان لا هم د سبا بېګا لپاره خواړه نه لري او میلیونونه افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان اقتصادي ځوړ یو لامل په ادارو کې د مالي فساد شتون دی، چې د افغانستان اقتصاد غوړېدو ته نه پرېږدي. که په افغانستان کې فساد هم داسې اوج کې اوسي نو افغانستان به د ډېرو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ بې برخې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.