The news is by your side.

طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ژمنه کې ١٤٥٦ بریدونه کړي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنه کې په تېره میاشت کې ١٤٥٦ ترهګریز بریدونه کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د خپرو کړیو شمېرو له مخې طالبانو تېره میاشت کې ٤٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

ملي امنیت شورا وایي، طالبانو د ١٤٥٦ ترهګریزو بریدونو پر مهال ١٢٩ ملکي وګړي شهیدان کړي او ٢٩١ تنه یې ټپیان کړي دي.

طالبانو دا بریدونه په ٣٠ ولایتونو کې ترسره کړي چې زیات تلفات یې په سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې لرل.

امنیت شورا په یو خپره کړې اعلامیه کې وایي، طاابانو د امریکا سره د سولې د هوکړې خلاف د ښارونو په منځ او لویو لارو کې زیات بریدونه ترسره کړي دي.

امنیت شورا په اعلامیه کې وړاندې کښلي، چې طالبانو د ځانمرګو او غلچکي بریدونو تر څنګ زیاتې هدفي وژنې هم کړي او له چسپکي ماینونو یې هم استفاده کړې چې د دې ټولو ترهګریزو بریدونو زیات قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

ملي امنیت شورا د طالبانو دا کړنې غندي او وایي، چې د ملکي وګړو خلاف تاوتریخوالی د قوانینو خلاف او جنګي جنایت دی.

طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د فبروري په ٢٩مه نېټه د سولې هوکړه لاسلیک کړې وه، چې اساسي شرط په کې د طالبانو له لوري د تاوتریخږالي کمول او د امریکا له لوري د هوایي بریدونو نه کول وو.

طالبانو دا بریدونه داسې مهال کړي چې دوی د امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې د تاوتریخوالي د کمولو په ژمنه کې دي.

خو اوس طالبانو له له امریکا سره د سولې د هوکړې د ژمنې سره سم تاوتریخوالی نه دی کم کړی او لا یې د پخوا په پرتله زیاتوالی موندلی دی.

د طالبانو همدا د تاوتریخوالي زیاتوالی د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې ستر خنډ دی، که د دوی له لوري تاوتریخوالي کې کموالی را نه شي نو بین الافغاني مذاکرات او سولې ته د رسېدلو موده به لا نوره هم اوږده شي.

افغان حکومت، امریکا او نړیواله ټولنه هم له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي، څو بین الافغاني مذاکرات لا ونه ځنډیږي او افغان حکومت او طالبان ژر تر ژره سره سولې ته ورسیږي.

په ورته مهال د اسوشیټېډ پرس خبري آژانس د خبر له مخې، طالبانو  د خپل مذاکراتي ټیم په جوړښت کې د جګړې د لومړۍ لیکې یو شمېر قومندانان هم زیات کړي دي.

وسله وال طالبان اوس په دې هڅه کې دي چې له جګړې سربېره خپل مذاکراتي ټیم هم هر اړخیز کړي او ځینې جنګي قومندانان یې غړي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance