The news is by your side.

روغتیا وزارت تنفسي دستګاوې پېرلي، نن یې ټولو ولایتونو ته وېشي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې وروستیو کې یې د مصنوعي تنفس ٥٠٠ دستګاوې پېرودلي دي.

یاد وزارت په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا تنفسي دستګاوې به نن به د هېواد پر ټولو ٣٤ ولایتونو وویشي.

د عامې روغتیا وزارت نن د دې وزارت د سرپرست په مشرۍ د تنفسي دستګاوو په اړه خبري کنفرانس ورکوي.

دا تنفسي دستګاوې داسې مهال د هېواد پر ټولو ولایتونو وېشل کیږي، چې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ له امله زیات ناروغان مړه شول او یو شمېر مصنوعي تنفس ته د اړتیا له امله له مرګ او ژوند سره ګریوان دي.

که څه هم د کرونا ویروس لمن به نور پر ټولېدو وي، خو پرې اخته ناروغان لا هم د روغتیایي توکو او خدماتو د کمښت له کبله له دې ناروغۍ کړیږي.

افغانستان یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیایي توکو مرستې وشوې، خو د هېڅ ناروغ درد یې دوا نه کړ.

ځیني روغتیایي توکي بېرته نورو هېوادونو ته قاچاق شوي چې ښه بېلګه یې د پژواک خبري اژانس د راپور پر بنسټ پاکستان ته د ٣٢ مصنوعي تنفسي دستګاوو قاچاق دی.

دا تنفسي دستګاوې چې تېره میاشت پاکستان ته قاچاق شوې وې، د نورو هېوادونو له لوري افغانستان ته د کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې د مرستې لپاره را لېږل شوې وې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پژواک خبري اژانس یاد ژاپور بې بنسټه وبللو او رد یې کړ، خو د پژواک مشر دانش کړوخېل ویلؤ، چې په دې تړاو د خپل راپور له هر کلمې او توري دفاع کوي، ورسره څنګ کې د ولسمشر غني له لوري هم د پژواک خبري اژانس د دې راپور تود هرکلی او ملاتړ وشو.

ولسمشر وویل، چې د رسنیو د داسې راپورو هرکلی او ملاتړ کوي، چې په هېواد کې د فساد مخنیوی کوي.

افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو سره روغتیایي خدمتونه اغېزمن شوي، ورسره جوخت د افغانستان اقتصاد هم پر ځوړ راغلی.

اوس مهال د اوایلو په پرتله په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدل دومره چټک نه دي، خو بیا یې هم په ٢٤ ساعتونو کې د مثبتو پېښو د ثبتېدو خبرونه ورکول کیږي، د افغانستان دولتي او غیر دولتي ادارو کاري ساعتونه هم پخوا ته را ګرځېدلي، حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پرېکړه هم کړې ده او ممکن په څو میاشتو کې به د دې ناروغۍ لمن په بشپړه توګه له افغانستان ټوله شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.