The news is by your side.

د دور بابا ولسوال د پاکستان په بغاوت له دندې ګوښه شو

خبریال وېب پاڼه/څو ورځې وړاندې د ننګرهار د دور بابا ولسوال په دغه ولسوالۍ کې د پاکستاني له وړاندې راتګ خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه سیمه کې یې نوي تاسیسات پیل کړي دي.

د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبر له اوچتولو سره حکومت د دغې ولسوالۍ ولسوال له دندې ګوښه کړی دی.

له سیمې څخه په راغلیو معلوماتو کې راغلي چې د دور بابا ولسوال ته ورته له هغه د ولایت له ادارې څخه د نوموړي د ګوښه کېدو لپاره زنګ ووهل شو چې نوموړي په دغه سیمه کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبر رسنیز کړ او شکایت یې وکړ چې حکومت دې مداخله وکړي.

ویل کېږي دور بابا ته را مخکې شوي پاکستاني پوځیان د قېمتي ډبرو په را ویستلو بوخت دي خو مرکزي حکومت پر چوپتیا غوره کړې ده.

په ورته وخت کې خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې پاکستاني ‌پوځ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالي د څڅوبي‌ زرۍ سیمې ته ځان رسولی او د ډیورنډ کرښې دې غاړه دافغانستان لور ته  یې د اوبو په مهارولو او د قیمتي ‌ډبرو په کیندلو لاس پورې ‌کړی دی .

د ننګرهار د دور بابا ولسوالي‌ ګڼو اوسېدونکو خبریال وېیب پاڼې ته وویل چې پوځیانو هغه اوبه مهار کړې او د ډیورنډ‌ کرښې هغه بل لورته اړولې دي چې د موجوده افغانستان په خاوره کې بهیږي ‌او ددغه هیواد ملکیت دی .

دغه راز پاکستاني پوځیانو د ننګرهار د دور بابا ولسوالي د څڅوبي‌ په زرۍ سیمه کې ژورې کېندنې پیل کړې دي .‌

د دور بابا ولسوالي یوه اوسېدونکي‌ تاج محمد په ننګرهار کې د خبریال وېب پاڼې همکار ته ویلي‌ چې پخوانی والي شامحمود په دغه موضوع خبر وو خو هغه هیڅ اقدام ونه شو کړای .

د ننګرهار ولایت د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال وېب پاڼې ته وویل چې یاده موضوع یې تر کابله رسولې خو کابل پر دا خبره پټه خوله دی .

د دښمن هیواد پاکستان له لوري ‌د دا ډول سپین سترګي عمل په وړاندي‌لا هم د پلازمېني ‌کابل چارواکي پټه خوله دي . ‌

که څه هم د افغانستان له حکومته د پاکستان په وړاندي ‌د ودرېدلو امید بې ګټې دی؛ خو خلک غوښتنه کوي چې افغان چارواکي ‌دي د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

د افغانستان ډېری وګړي د افغان چارواکو چوپتیا ته په پام سره داسي‌انګېري چې ګوا کې د اشرف غني‌ حکومت په پا کستان سره پر ډویرنډ کرښه معامله کړې او اوس پآکستان ته د ځواب ویلو لپاره څه نه لري .

تر اوسه حکومت په دې هکله کوم وضاحت وړاندې کړی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.