The news is by your side.

د مارلي نوی اثر په یوه ورځ ۱ ملیون نسخې وپلورل شو

خبریال وېب پاڼه/د ټرمپ لپاره دویم سرخوږی، د نوموړي ورېرې مارلي ټرمپ نوی اثر خپور کړی چې د کورنۍ په هکله یې جالب او خطرناک موضوعات وړاندې کړي، خپور شو.

د ډونالډ ټرمپ د ورېرې (د ورور لور) لخوا افشا کوونکی کتاب چې تازه خپور شوی، په یوه ورځ څه کم یو ملیون کسانو اخیستی دی چې لوی ریکارډ ښیي.

هغه کتاب چې په ډېر کم وخت کې خورا زیات لوستل شوی خو لا هم بسنه نه کوي، نوم یې (څرنګه زموږ کورنۍ نړۍ ته یو خطرناک سړی را وړاندې کړ؟) دی. دغه اثر د ډونالډ ټرمپ د مشر ورور لور لیکلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغې کتاب د نه خپرېدو هڅې کولې خو بالاخره د جان بولټن د جنجالي کتاب په څېر دا اثر هم تر لوستوالو ورسېد.

ویل کېږي دغه کتاب چې په غږیزه، انټرنیټي او کتابي بڼه باندې خپور شو، په یوه ورځ څه د پاسه ۹۵۰ زره کسانو ترلاسه کړی دی. په دې کې د ټرمپ د ژوند ټول جنجالي او نور اړخونه را اخیستل شوي دي.

په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ له خورا زیاتو چلنجونو او سختیو سره مخ شوی دی. ډېری شنونکي په دې باور دي چې د نوموړي د واک پاڼۍ نوره په پای ته رسېدو ده او ښایي را روانه دوره د ټرمپ سیال جوبایډن وګټي.

د سیمون انډ سوشټر خپرندویه شرکت چې دغه کتاب یې خپور کړی دی، وایي چې د یاد شوي کتاب خپرېدل د دوی د خپرونو په لړ کې تر ټولو ستر ریکارډ ښیي.

مارلي ټرمپ چې د دغه اثر لیکواله ده، له مسلکي اړخه یوه ارواپوهه ده. نوموړې ادعا کړې ده چې ټرمپ له خپلې خور سره یو ځای له خپل مشر ورور سره چې د مارلي پلار بلل کېږي، له مړینې وروسته دوکه کړې ده او د دوی ټول جایداد او شته یې ترې خپل کړي دي. مارلي زیاتوي چې موږ اولادونه یې د دې مال مستحق وو خو نوموړي را څخه واخیستل.

وړاندې په کتاب کې ویل شوي دي چې ټرمپ پوهنتون ته د خپل ځان پر ځای یو بل کس د پیسو په بدل کې د اس اې ټي ازموینې ته ور لېږلی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د جان بولټن کتاب کې هم د ټرمپ د نا برابریو په هکله ګڼ شمېر داسې رازونه افشا شول چې د نوموړي کم کاري او ناپوهي یې څرګندوله. که څه هم ټرمپ دغه کتاب د ځان پر وړاندې دروغجن داستان وباله خو له امریکا سربېره په نورو هېوادونو کې ورڅخه تود هرکلی وشو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.