The news is by your side.

پاکستاني ‌پوځیان دونیم کیلومتره تر ډیورنډ راواوښتل

خبریال وېبپاڼه – پاکستاني پوځیان دونیم کیلومتره په ننګرهار ولایت کې تر ډیورنډ کرښه را اوښتي دي .

پاکستاني ‌پوځ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالي د څڅوبي‌ زرۍ سیمې ته ځان رسولی او د ډیورنډ کرښې دې غاړه دافغانستان لورته  یې د اوبو په مهارولو او د قیمتي‌ډبرو په کیندلو لاس پوري‌کړی دی .

د ننګرهار د دور بابا ولسوالي‌ ګڼو اوسېدونکو خبریال وېیب پاڼې ته وویل چې پوځیانو هغه اوبه مهار کړې او د ډیورنډ‌ کرښې هغه بل لورته اړولې دي چې د موجوده افغانستان په خاوره کې بهیږي‌او ددغه هیواد ملکیت دی .

هم داراز پاکستاني پوځیانو د ننګرهار د دور بابا ولسوالي د څڅوبي‌

په زرۍ سیمه کې ژورې کېندنې پیل کړې دي .‌

د دور بابا ولسوالي یوه اوسېدونکي‌ تاج محمد په ننګرهار کې د خبریال وېب پاڼې همکار ته ویلي‌ چې پخوانی والي شامحمود په دغه موضوع خبر وو خو هغه هیڅ اقدام ونه شو کړای .

د ننګرهار ولایت د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال وېب پاڼې ته وویل چې یاده موضوع یې تر کابله رسولې خو کابل پر دا خبره پټه خوله دی .

د دښمن هیواد پاکستان له لوري ‌د دا ډول سپین سترګي عمل په وړاندي‌لا هم د پلازمېني ‌کابل چارواکي پټه خوله دي . ‌

که څه هم د افغانستان له حکومته د پاکستان په وړاندي ‌د اودرېدلو امید بې ګټې دی؛ خو خلک غوښتنه کوي چې افغان چارواکي ‌دي د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي .

د افغانستان ډېری وګړي د افغان چارواکو چوپتیا ته په پام سره داسي‌انګېري چې ګوا کې د اشرف غني‌ حکومت په پا کستان سره پر ډویرنډ کرښه معمیله کړې او اوس پآکستان ته د ځواب ویلو لپاره څه نه لري .

پاکستاني پوځ په داسي‌ وخت کې په ننګرهار کې د اوبو د مهارولو او د کانونو او قیمتي ډبلو په ایستلو لاس پوري‌کړی چې بل لورته یې د خلکو د پام اړولو په موخه پر کنړ ولایت په پرله پسې ډول د توغندیو بریدونه وکړل .

د ښمن هیواد پاکستان له تېرو (۴۰) کلونو په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي او تر بل هر وخت یې اوس زیات دا چاره ګړندۍ کړې ده .‌

دافغانستان ولس په دې باور دی چې که چېرته اوس هم اشرف غني نور پټه خوله پاتې شي ؛ ښايي ‌په ولس کې نسبي پاتې محبوبیت لا نور کمزوری او ولس یوه پاڅون ته مجبوره شي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.