The news is by your side.

طالبان جګړه ییز قومندانان مذاکراتي لېست کې شامل کړي

خبریال وېب پاڼه/وسله وال طالبان اوس په دې هڅه کې دي چې له جګړې سربېره خپل مذاکراتي ټیم هم هر اړخیز کړي او ځینې جنګي قومندانان یې غړي کړي.

د اسوشیټېډ پرس خبري آژانس د خبر له مخې، طالبانو  د خپل مذاکراتي ټیم په جوړښت کې د جګړې د لومړۍ لیکې یو شمېر قومندانان هم زیات کړي دي.

ویل کېږي تر دې وړاندې د طالبانو د مذاکراتي ټیم شمېر شلو کسانو ته رسېده چې اوس یې څلور نور جګړه ییز قومندانان هم د مذاکراتي تشکیل برخه کړي دي. په دې سره د طالبانو د مرکچي پلاوي شمېر ۲۴ کسانو ته لوړ شو.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت هم څو ورځې وړاندې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د مدني بنسټونو، سیاسیونو، حزبونو او نورو برخو څخه د یو شمېر کادرونو لېس اعلان کړ چې په دغې بهیر کې به برخه اخلي.

طالبانو که څه هم دغې لېست ته کوم غبرګون و نه ښود خو تر دې وړاندې یې د حکومت رسمي مرکچي پلاوی رد کړی ؤ او په وینا یې دا ټیم د ټولو افغانانو له غوښتنو سره برابر نه دی چې بیا وروسته حکومت د طالبانو دا ادعا رد کړه او زیاته یې کړه چې حکومت په خپلو چارو ښه پوهېږي.

اسوشیټېډ پرس د يو طالب چارواکي له قوله ویلي دي چې دوی د خپلې نظامی څانګې مشر او د طالبانو د تحريک د بنسټګر زوی ملا يعقوب او څو نورې غښتلې څېرې پخپل مذاکراتي ټيم کې زياتې کړې دي. په دې سره په هغه مذاکراتي ټيم کې تغييرات راغلي چې وړاندې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره جوړ شوی و.

د سرچینې په حواله طالبان هڅه کوي د خبرو په ټيم کې د ۳۰ کلن ملا يعقوب په زياتولو سره له افغان حکومت سره خپل مذاکراتي ټيم غښتلی او هر اړخيز کړي.

خو په ورته وخت کې د ایسوسي ایټیډ خبري آژانس بیا وایي چې ملا یعقوب چې د ملا عمر زوی دی، د طالبانو د نظامي او جنګي څانګې مشر ټاکل شوی دی. ملا هیبت الله چې دغه تازه بدلونونه یې را وستلي دي، هڅه کوي له افغان حومت سره خبرو ته په یوه نوې بڼه را مخکې شي.

سیاسي شنوکي بیا په دې باور دي چې په دې سره طالبان غواړي په يوه وخت جګړه او سوله دواړه مدیریت کړي او ورو، ورو چې د خبرو مرحلې ته داخلېږي نو د جګړې د ليکو د سر خلک په مذاکراتي ډله کې داخلوي.

وسله والو طالبانو په رسمي توګه تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.