The news is by your side.

په افغانستان کې لمړنۍ ښځینه ډاکتره پېژنۍ ؟‌ !

خبریال وېب پاڼه – ۱۸۹۴م په سپرلی کې د کلکتې نه یوه انګریز ډاکټره له اوږد سفر وروسته، کابل ته ورسیده. دا د امیر عبدالرحمان په خواست د شپږ میاشتو لپاره افغانستان ته تللې وه چې د استوګنې او مسلکي خدمتونو لګښت د امیر په غاړه وو.

ډاکټر لیلیاس اناهیملټن په ۷ فروري ۱۸۵۸م اسټریلیا کې وزیږېده. د دې پلار”هیو هیملټن” د سکاټلینډ یو کروند ګر و. لیلیاس د دوو کالو وه چې پلار يې بیرته سکاټلینډ ته کډه وکړه. بیا څه موده د روزګار لپاره یو ښار نه بل ته تلو. لیلیاز پلار سره د مرستې لپاره خپل سبق نه علاوه په کورکې جینکو ته زدکړه ورکوله.

په ۱۸۷۴م کې دوی د انګلستان په ” چیلټنم” کې میشت شول او لیلیاز ۴ کاله هلته د جینکو په یو کالج کې سبق پوره کړو. په ۱۸۸۳م کې هغې د نرسانو کورس وکړو او د ډاکټړۍ لپاره “لندن سکول اف میډیسن فارویمن” کې داخله واخیسته. په ۱۸۹۰م کې هغې د سکاټلینډ طب پوهنځي نه د ډاکټرۍ سند تر لاسه کړو او په اروپا کې د ښځو ډاکټرانو له لومړۍ ډلې نه وه. هغه وخت ډاکټري یواځې د سړو مسلک او په لویو ښارونو کې ښځو خپل شخصي کلینک نه شو جوړولی. د لیلیاس په شان ښځو ډاکټرانو به نورو ملکونو لکه مراکش او الجزایر کې کلینک جوړاو. هم دغسې په هند کې ښځو ډاکټرانو ته سخته اړتیا وه ځکه ښځې به سړو ډاکټرانو ته نه تلې.

لیلیاس د هند د طبي خدماتو مشرکرنل جو برټ سره وپیژندل نو هغه ورته په هند کې د کار وړاندیز وکړو. لیلیاس په برسلز کې د طبي زدکرو یو بل سند اخیستو وروسته کلکتې ته لاړه. په هند کې حکومت، پوځ، کلیسا او خیریه ټولنو د ډاکټرانو سرپرستي کوله. لیلیاس په کلکتې کې ” لیډي ډفرن” زنانه هسپتال کې ملازمت کاو او د کرنل برټ په مرسته خپل کلینک يې هم جوړکړو.

د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې امیرعبدالرحمن د بندونو په درد اخته و او له انګریزانو طبي مرسته وغوښته. څو ډاکټران ورته کلکتې نه ورواستول شول خو د میرمنوعلاج لپاره یوې ښځې ډاکټرې ته اړتیا هم وه.

په اکتوبر ۱۸۹۴م کې لیلیاس امیرعبد الرحمن او د ده د ټبر درملنه شروع کړه. کابل کې د بهرنیانو او په تیره بیا د ښځو لپاره د ژوند شرایط سخت وو. خو لیلیاس ۳ کاله په کابل کې واړولې. هغې د روغتیایی ستونزو د حل لپاره امیر ته مشورې ورکولې او په کابل کې د لومړی روغتون په جوړولو کې فعاله ونډه واخیسته. په افغانستان کې د څاري ناروغیو لکه چیچک، کولرا او د لوی تبې واکسین ورکول د لیلیاس لویه کارنامه وه. د هغې کلینک نه بهر به ناروغان راټول وو او دې به ورته وېړیا دارو ورکول.

لیلیاس د عکاسۍ سره هم شوق لرلو او په کابل کې په لومړی ځل د امیر عبد الرحمن د حرم عکسونه يې واخیستل. هغه د ډاکټرۍ نه علاوه د امیر او ولس ژوند ته هم زیر وه او د یو ژورنالیسټ په شان به يې حالات څارل. هغې یو مضمون ” په تیئرو کې حکومت” ولیکلو چې د امیرعبدالرحمن په سیاسی ریفارمونو، ظلم او جبر یو تنقید و. له ویرې يې دا مضمون چاپ نه کړو. د هغې یو ناول ” د وزیرلور” د هزاره جنګونو کیسه وه چې د افغاني ټولنې رواجونه يې ننګول. دا ناول په ۱۹۰۰م کې چاپ شو. ورو ورو د لیلیاس په درملنه اعتراض زیات شو نو دا په ۱۸۹۶م کې له افغانستان په پټه ووتله.

لیلیاس په انګلستان کې د بې وزلو ښځو په درملنې لاس پورې کړ او په ۱۸۹۷م کې په لیورپول کې د ښځو یو مرستون په جوړولو کې يې ونډه واخیسته. بیا په لندن کې یو نرسنګ هوم او جنوبي افریقه کې خپل ورور سره یو فارم په جوړولو کې لاس وکړو. څه موده يې د ډاکټړۍ نه لاس واخیستو او سیل نه علاوه لیکنې يې کولې. په ۱۹۰۷م کې دا د برطانوي ښځو لیګ (ټولنه) کې شامله شوه چې د ۳۰ کالو نه ټیټ عمر ښځو لپاره ووټ او نورحقوق يې غوښتل. د هغې بل کتاب” د یو نرسې میراث” چاپ شو نو لږه موده د لندن په یو شخصي کلینک کې يې کار وکړو.

په ۱۹۰۸م کې هغه د ښځو مسلکي کارونو د “واریک کالج” مشره وټاکل شوه. په ۱۹۱۵م کې لیلیاس نوکري پریښوده او په مونټینیګرو کې د رضاکار ډاکټرې په توګه د نړۍ وال جنګ زخمیانو علاج کاو. هغې واده نه و کړی او په ۱۹۲۴م کې دا کور کیناسته. په ۶ جنوری ۱۹۲۵م کې لیلیاس د فرانسی په یو برطانوي روغتون کې له نړۍ رخصت شوه.

لیکواله:‌ صفیه حلیم

له صفیه حلیم ویب پاڼې په مننه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.