The news is by your side.

اردغان: د جومات مسئله کې غبرګون هیڅ اهمیت نه لري‌

خبریال وېبپاڼه د ترکیې ولسمشر اردغان وايي چې د صوفیه جومات په مسئله کې د نړۍ والو غبرګون یوه زره اهمیت نه لري‌.

هغه وویل چې په یاد جومات کې به لمړي لمونځ کونکي‌ له (۱۰۰۰) نیولې تر (۱۵۰۰) کسانو پوري ‌وي‌. نوموړي‌ د جمعې د لمانځه تر ادا کولو ورسته خبریالانو ته وویل :‌

« په دې حساس وخت کې د صوفیه جومات مسئله زموږ لپاره یوه ملي ‌مسئله ده او د نړۍ والو غبرګون د یوې زرې اهمیت نه راته لري‌؛ موږ چاته حق نه ورکوو چې زموږ په ملي ‌مسئلو کې مداخله وکړي .»

د ترکي یو عدالت لخوا د شپاړسمې پیړۍ تاریخي ودانۍ هایه صوفیه د جومات ګرځولو فیصلې ته که یو خوا په ترکي کې ځیني خلک خوشحاله دي،‌ خو ځیني نور بیا دغه فیصله د صوفیه ودانۍ تاریخ سره زیاتی بلي. د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي د جولايي په ۲۴مه نېټه به په دغه ودانۍ کې د جومې مونځ کیږي.

بل لورته د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانس ویلي، د ترکیې په دې پرېکړه سخت دردېدلی چې د صوفیه موزیم بېرته په جومات بدلوي. په واتیکان کې د مذهبي مراسمو پر مهال پاپ فرانس وویل، له استانبول سره خواخوږي لري. نوموړي زیاته کړه، د ایا صوفیه په اړه فکر کوم او سخت دردېدلی یم .

ترکیه چې د اسلامي نړۍ یو له ځواکمنو هیوادونو ګڼل کېږي له دې سره سره چې نیم اروپايي‌ هیواد دی خو اکثره وخت خپلې پرېکړي پخپله کوي او د اقتصاد له بلوه یې خپل هیواد تر ډېره بریده پر پښو درولی دی .‌

د ترکیې ولسمشر ښاغلی اردوغان په مخامخ او توندو پرېکړو مشهور دی؛ او ښايي ‌دا علت به وي‌ چې په خپل ولس کې زیات محبوبیت لري .

د نوموړي ‌د صوفیه جومات د پرانیستلو پرېکړه هم په ټوله ترکیه کې په پراخه کچه ستایل شوې ده ، خو نړۍ وال غبرګونونه یې هم را پارولي‌؛‌ البته نړۍ والو غبرګونو نو ته په غبرګون کې ښاغلی اردوغان وايي چې د چا پروا نه لري ‌او راروانه جمعه به دا تاریخي‌ جومات د لمونځ کونکو پر مخ پرانیستل شي‌.    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.