The news is by your side.

غني د سولې د بهیر د ودرېدو بل ګواښ وکړ

خبریال وېب پاڼه/ تر څو چې د طالبانو په بند کې افغان سرتېرو برخلیک نه وي معلوم د سولې پروسه به پر وړاندې لاړه نه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، تر هغه چې د افغان ځواکونو د بندي سرتېرو برخلیک معلوم نه شي، د سولې بهیر به پر وړاندې لاړ نه شي.

ولسمشر غني پرون پنجشنبې غزني ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي د طالبانو بندیان یې د دې لپاره ازاد کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو اسیران خوشې شي.

ښاغلي غني که څه هم ټینګار کړی چې افغان حکومت د جګړې ختمېدو او سولې تامین لپاره ژمن دی، خو زیاته کړې یې ده چې د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه د هېواد وګړي کوي.

ولسمشر غني په غزني کې له دیني عالمانو غوښتي چې پر طالبانو د اوربند غږ وکړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴۴۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر پرون په یوه خبري ناسته کې وویل د طالبانو پاتې ۶۰۰ تنه بندیان درانه جرمونه او جدي ستونزې لري چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې هېڅ قانون یې د خوشې کیدو اجازه نه ورکوي.

حکومت له طالبانو غوښتي چې پاتې بندیانو پر ځای نور نومونه حکومت ته وسپاري، خو طالبانو له دې کاره ډډه کړې ده.

بله خوا طالبان او امریکا یو او بل د قطر هوکړې پر ماتولو تورن کړی دی.

اوس مهال د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې ستر خنډ د بندیانو ازادول دي.

بل لور د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امریکا له لوري په هلمند، زابل او غزني کې هوایي بریدونه شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا د دوی سره د امریکا له لوري د سولې د هوکړې نقض دی او دوی یې غندي.

اوس ویل کیږي، چې ممکن د امریکا هوایي بریدونه پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز وکړي او کېدای شي دا خبرې له ځنډ سره مخ کړي او طالبان بیا د امریکا هوایي بریدونه بهانه کړي او له مذاکراتو په شا شي.

خو ورسره جوخت طالبان هم بار بار د امریکا سره د سولې له هوکړې سرغړونه کوي او تاوتریخوالي او بریدونو ته زور ورکوي.

افغان حکومت، امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالي کم کړي او که کم نه شي نو بین الافغاني مذاکراتو به نور هم وځنډیږي او د افغان سولې بهیر به ټکنی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.