لړمانو او سنګوریانو څنګه د هلمند امنیت خوندي کړ؟
خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د پارټیزاني ډلو په جوړولو سره اوس امنیت ښه شوی دی.
د ملي امنیت په چوکاټ کې جوړ دغه ګروپونه په دوو ډلو جوړ شوي چې یو یې د لړمانو او بل یې هم د سنګوریانو په نوم دي.
په هلمند ولایت کي په سنګوریانو شهرت لرونکې دا کسان د ۶۰۱ نمبر شهرا کنډک اړوند چې د خلکو په جامه کې فعالیت کوي وایي، پایلې یې مثبتې او خلک هم ځکه ترې خوښ دي چي په سیمه کي یې امنیت راوستی.
دا پارټیزانې ګروپ چې هلمند ولایت کې له ډېرې مودې راهیسې د طالب وسله والو په جامه کې فعالیت تر سره کوي د ۶۰۱ شهرا اړوند دي او په هلمند کې د سنګوریانو په نوم هم پیژندل شوي دي.
دا ډله چې د هلمند او کندهار په لویه لار دنده اجرا کوي او له ډېر وخت راهیسې په سنګرونو کي هم پاتي کیږي او ډېر کله د طالبانو په سیمه کې خپلې هدفي حملې ترسره کوي.
دوی وویل چې په دې جامه کې په ډېره ښه توګه د طالب وسله والو مخه نیسي.
هغوی وویل ځکه لاس ته راوړنې لري چې طالب وسلوال خپل او د دوی کسان نه سره پیژنې ځکه ټول یو ډول وسلې، موټرونه، مخابری او ان د دوی په سیمو کې فعالیت هغه څه دي چې مخه یې تر ډېره نه شي نیول کېدلی.
.
دوی زیاته کړه کله نا کله د طالبانو پر مورچلو بریدونه ترسره کوي چې دوی ته هم درنده مرګ ژوبله ورته اړوي.
د هلمند ډېری اوسیدونکي له دې ډلې خوښ دي او وایي د ملي امنیت دغه ډلې د امنیت په راوستو کې ښه رول لوبولی او خورا پیاوړي دي.
دوی وایي که چېرې په ډېرې نورو سیموکې ځای پرځای شي ښایې امنیت کې لا نور زیات رول ولوبوي.
دغه اوسېدونکي وایي، که څه هم خلک له دې ډلې کله نا کله ویریږي او فرق یې نه شي کولی چې طالبان او که د ملي امنیت کسان دي خو د دوی د کارسره سره طالبان کلیو او بانډو ته اوس نه راځي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي. چې پارټیزانې ګروپونه تر ډېره توانېدلي چې په ټولو سیمو کې امنیت راولي، ده وویل چې په هغه سیمو کې چې ځینې سیمې باید وساتل شي نو د سنګوریانو په نوم دغه ډله چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ده په ټولو سیمو کې اوس اوږه په اوږه جنګیدلي او توانېدلي چې دغه سیمې وساتي.
ځواک وویل لېرې پرتو سیمو کې سنګوریان وتوانېدل چې ولسوالۍ د سقوط څخه هم وژغوري او د روزنې په برخه کې یې اوس کار پیل شوی تر څو دوی وروزل شي.
په هلمندکې داسې مهال د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ملي امنیت د پارټیزانې ګروپونو د امنیت راوستو په برخه کې خوښ ښکاري، چې ویل کیږي ډېری سیمو کې لا اوس هم امنیتي حالت ښه نه دی او ګڼو ستونزو سره خلک لاس او ګریوان دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.