نن معلوماتو د لاس رسي نړيواله ورځ ده
خبريال ويبپاڼه /نن د سيټمبر ۲۸ مه معلوماتو او اطلاعاتو د لاس رسي نړيواله ورځ ده د دې ورځې بنسټ څلور کاله وړاندې د ملګرو ملتونو لخوا ایښودل شوی و او هدف یې معلوماتو ته د لاسرسي له حق څخه ملاتړ کول او مسؤلو ادارو ته هڅول دي.
د رسنیو د چارواکو او خبریالانو په وینا افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چیرې چې معلوماتو ته لاسرسی مشکل دی.
که څه هم د افغان حکومت تر ټولو لويه لاسته راوړنه د مطبوعاتو او د بيان ازادۍ او د ځينو برخو کې پرمختګ يادولای شو. خو لا هم خبريالانو او د رسنيو کارکووونکي په حکومتي چاورکو نيوکي کوي او وايې چې ځيني چارواکي ورته په وخت معلومات نه ورکوي او بله دا چې په يوه او بل نامه خبريالانو ته ګواښ کوي.
بايد وويل شي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخي اطلاعاتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی تر څو د حکومت او نورو خلکو له کارونو او کړنو څخه خبر شي.
خو يوازي په دې استثنا چې ډير محرم او پټ معلومات او يا پکي ملي ګټو ته تاون نه وي.
که څه هم افغان خبريالان معلوماتو د لاس رسي له حق څخه برخمن دي خو بيا دغه خبريالان وايې چې دوی ته پروخت معلمومات نه ورکول کيږي.
د ژوندون راډيو ټلويزون سهار ګل سهار خبريال ويبپاڼه ته وويل چې چې لوړ پوړي حکمتي چارواکي خو يا پر وخت معلمومات نه ورکوي او که معلمومات ورکړي هم خو بيا هم نيمګړي وي.
سهار ګل زياتوي چې داسي وخت هم راغلی چې د يوه ۲ دقيقيي خبري کليف لپاره تر ۴ ساعتو پوري د وزارت مخته انتظار کړی دی حال دا چې چارواکي به وزګار هم وو.
سهارکل زياتوي چې چاروکي په دې خاطر خبریالانو ځوروي چې بيا ځلي ورپسي را نشي.
يو بل ازاد خبريال روح الله الفت هم ورته ستونزه يادوي دی وايې چې ډيری وخت دولتي چارواکي ورته يوه او بل نامه ګواښونه کوي.
ښاغلی الفت وايې که څه هم د افغانستان په قوانينو کې په ښکاره ويل شوي چې هر افغان حق لري چې معلوماتو ته لاس رسی ولري. خو دده په خبره چې حکومتي چارواکي دغه اصل ته پاملرنه نه کوي.
بايد وويل شي چې د افغانستان د رسنيو ملانړي اداري هم په وار وار په افغان حکومت سختي نيوکي کړي او ويلي دي چې افغان حکومت معلموماتو ته د لای رسي د قانون په پلي کولو کې پاتي راغلی دی.
بل پلو طالبان هم په دې تورن دی چې خبريالان وژني او ترور کوي يې ځکه څه موده مخکي طالبانو په کندوز کې دوه خبريالانو نيولي وو چې له سختو وهلو او ډبولو وروسته يې خوشي کړل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.