The news is by your side.

احمدزی: هلمند جګړه کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان سهیل د ملي اردو میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي ویلي چې د هلمند جګړه کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زیات شمېر مړي یې پاکستان ته لیږدول سوي

ښاغلي احمدزی وايي افغان ځواکونو هڅه وکړه چې لښکرګاه ښار د وسلوالو طالبانو لاس ته ونه لویږي هغه په یوه ویډیو کې ویلي طالبانو ته د هلمند جګړه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې او ۸۵ مړي له هلمنده کویټې ښار ته وړل سوي

د نوموړي په خبره چې افغان ځواکونه په لوړ مورا له طالبانو سره جنګیدلي او د هلمند په ټولو سیمو کې يې پرې کړۍ را تنګه کړې او د تښتي لاره نلري

د هلمند جګړه لا هم دوام لري او افغان ځواکونو ډیری هغه سیمې چې له لاسه يې ورکړې وې بیررته له طالبانو نیولې بلخوا د هلمند جګړې زیات شمېر ملکي وګړي هم بې کوره کړي دي

د هلمند د کډوالو چارو اداره وايي چې د تازه نښتو له کبله نور خلک هم بې کوره سوې دي د دې ادارې د مالوماتو له مخې تراوسه دوی اوه زره کورنۍ ثبت کړې چې بې ځایه سوې دي خو داسې اټکل کیږي چې د بې ځایه سویو کورنیو شمېر به تر لس زره کورنیو ورسیږي

تر دې وړاندې هم طالب سرچینو داسې مالومات ورکړي وه چې د کویټې روغتونونه د طالبانو له ټپیانو ډک دي د طالبانو یو شمېر سرچینو رسنیو ته هغه مهال ویلي چې بې شمېره ټپیان د کویټې ښار په زیات شمېر روغتونو کې بستري او تر تداوۍ لاندې دي سرچینو ویلي وو چې د هلمند له جګړې څخه بې شماره ژوبل کسان دې  روغتونو ته راوړل سوي مالوماتو کې راغلي چې تل افغان جګړه کې ټپي طالبان دې روغتونونو ته راوړل کیږي کره شمېره نه ده ښودل سوي چې څومره طالبان به په دې جګړه کې ټپي او کویټې ته وړل سوي وو

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.