The news is by your side.

اروپايي ټولنه دافغانانو ترمنځ خبرو ته دي درناوی وسي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې د بین لافغاني خبرو د پیل په درشل کې د نړۍ مهم تړونونه او هېوادونه خپل نظریات څرګندوي او په دې برخه کې د پرمتخګتونو لپاره د وخت غوښتنه کوي

د اروپايي ټولنې اتحاد ویلي په قطر کې د بین افغاني خبرو د  دوام او پیل لپاره څه وخت ته اړتیا سته ترڅو دا کار نتیجه ورکړي  

د ارپايي ټولنې استازې رولاند کوبیا  پر خپل ټویټر باندې لیکلې اوس یوازي په خونه کې افغانان یو د بل په مخ کې ناست د ي او هیڅ بهرنی نسته او د سولې خبرې  د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر سره کیږي او دا لړۍ به تر هغه دوام وکړي ترڅو چې دواړه طرفونه له بهرنیانو مرسته غواړي

تراوسه پوري د بین لافغاني خبرو د پیل په مورد هیڅ هم نه دي ویلي له قطره راپورونه وایي چې د تماس ډلو تراوسه په اختلافي موضوعاتو په هکله هوکړې ته  نه دي رسیدلي او لاهم د اړیکو ډلو ټولې غونډې پاي ته رسیږي

د افغان سولې په هکله شکونه لاهم ډیریږي ځکه په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د دې ډلې له لوري تازه د تاوتریخوالي د ډیرو په هکله اندېښنې هم زیاتي سوې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر وویل چې طالبان د سولې خبرو ځنډولو په هڅه کې دي ځکه دوی د بهرنیانو تر وتلو خبرې ځنډوي

له بلې خوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستانه هیڅ سرتیری نه باسي هغه وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی زمواري ده چې افغانستان کې پاتي سي او د حالاتو تر سمېدو پوري به په همدې هېواد کې وي

د ده په وینا چې د افغان ځواکونو تجهیز او ملاتړ ته دوام ورکوي او تر ۲۰۲۴ زیږدیز کاله به د دوی مرستې او همکاري جریان ولري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.