The news is by your side.

بایډن: هر هېواد چې د امریکا ټاکنو کې لاسوهنه وکړه؛ لویه بیه به پرې کړي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جوبایډن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې وایي، هر هېواد چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وکړه، لویه بیه به پرې کړي.

جو بایډن او ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د تینیسي ایالت په نشویل ښار په این بي سي شبکې کې د ٩٠ دقیقو لپاره ترسره شوه.

په امریکا کې په ٢٠٢٠ز کال ولسمشر ټاکنو درشل کې د امریکا استخباراتو د روسیې او ایران له لوري د امریکا یو شمېر ایالاتونو شبکو کې د لاسوهنې راپور ورکړی، چې ښایي موخه یې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وي، خو باډین وایي چې دا به ورته ډېره سخته تمامه شي او لویه بیه به پرې کړي.

بایډن همدا راز پر ټرمپ نیوکه وکړه، چې د ٢٠١٦ز کال امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه روسیې ته هېڅ ونه ویل، خو ډونالډ ټرمپ وویل هېڅوک به د روسیې پر وړاندې زما په څېر جدي نه وي او پر جو بایډن تورن کړ چې نوموړی او کورنۍ یې له روسیې ٣,٥ میلیون ډالر تر لاسه کړي.

په مناظره کې چې لومړۍ پوښتنې او بحث د کرونا ویروس په اړه وو، جو بایډن پر ټرمپ نیوکه وکړه چې د کرونا ویروس نه د ٢٢٠ زره امریکایانو د وژل کېدو مسؤول ټرمپ دی او د دومره شمېر امریکایانو د وژلو مسؤول باید د امریکا ولسمشر نه وي.

خو ټرمپ یې په ځواب کې وویل چې د ګڼو هېوادونو مشرانو ورته د کرونا ویروس نه د وتلو بریالیتوب مبارکي ورکړې، او امریکا بریالي واکسین هم جوړ کړي چې په نږدې راتلونکې کې به ووېشل شي.

او همدا راز جو بایډن ټرمپ یاد کړ، چې د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې د ولسمشرۍ دورې پر مهال یې نژادي تبعیض کم شوی نه دی.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن او جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل مناظره ډېره پر تندو نیوکو او شخړو نه وه او ډېره کمه لفظي شخړه یې سره وکړه، یاده دې وي چې دواړه حږماندان د یو بل سر سخت سیالان دي.

ټاکل شوېچې را روانه نومبر میاشت په دریمه نېټه په امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، چې نږدې ٤٧ ٤٧میلیونه امریکایي وګړو د پوستې له لارې له وخت مخکې د خپلو خوښو نوماندانو ته رایه کارولې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.