The news is by your side.

هلمند: له جګړې بې ځایه سوي له سختو ستونزو سره مخ دي

خبریال ویبپاڼه/ له هلمنده راپورونه وايي چې  د یو شمېر جګړه ځپلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ امن ځایونو ته کډه سوي چې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ناوې، نهر سراج ناد علي هغه ولسوالۍ دي چې خلک د جګړې له امله د خپلو  کورنو پرېښودو ته اړې سوې له دې ولایته راپورنه وايي چې لاهم د نا امنۍ احتمال زیات دی او ټول خلک په ویره کې دی

له یادو ولسوالیو څه د پاسه ۵۰۰۰ کورنۍ په حالت کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي هغوی له دولته غوښتې چې ورسره بیړنۍ مرستې وکړي دا خلک تر ډیره د خوراکي توکو او ځای نشت والي څخه سرټکوي

د تیرو دوه اونیو راهیسي په هلمند کې د دوامداره نښتو له کبله په سیمه کې د کډوالۍ چاره پیل سوې او خلک له جګړې څخه امن سیمو ته په تیښته کې دي

ترڅو ورځو وړاندې داسې شمېرې ورکول سوې چې له دې جګړې څخه تر لس زر کورنۍ زیاتي بې ځایه سوې او هغه مهال افغان ولسمشر د هلمند ولایتي مسؤلینو ته ویلي وو چې  له دې کسانو سره مرستې وکړي

د هلمند جګړې د دې ستونزو سره سره نورو غبرګونونه هم  را پارولي دا جګړه ښايي د دې لامل سي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل و دریږي د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې په اوسنیو شرایطو کې خپل سرتیري له افغانستانه نا باسي

افغانستان کې  د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ویلي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو د سولې خبرې ځنډوي له دې سره هممهاله د هلمند په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تاوتریخوالی د دې سبب سوی چې يوځل بیا افغانستان ته د بهرنیو پاملرنه زیاته سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.