The news is by your side.

افغانستان کې لاهم القاعده سته یو مهم غړی يې وژل سوی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غزنې ولایت کې د القاعده شبکې دویم کس وژل دوی

د وړاندې سویو مالوماتو له مخې دا کس د القاعده شبکې دوهم نمبرمشر دی چې نوم ابومحسن المصري دی د افغانستان امنیتي ادارې په داسې وخت کې د القاعده د مهم مشر د وژل کیدو خبر ورکوي چې طالبان د قطر دفتر د هوکړې په درشل کې دي او مهم شرط يې دا وو، چې طالب اورپکي به د القاعده په ګډون له ټولو بهرنیو ترهګرو  ډلو سره اړیکي پرې کوي خو دوی لاهم دا ژمنه نه ده ترسره کړې

د ابومحسن المصري د وژنې  په هکله د کورنیو چارو سرپرست معسود اندرابي هم داسې ویلي چې د دې کس له وژلو ښکاري چې طالبان لاهم افغانستان کې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکی لري هغه وویل چې طالبان دروغ وايي ځکه دوی لاهم له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه دي پرې کړې

د امریکا ایف بي ای ادارې مالومات ورکړي چې ابومحسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې لوی قوماندان وو، که طالبان له القاعده سره اړیکي ونلري نو بیا ابومحسن غزني کې څه کول؟

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له سختو جګړو وروسته داسې انګیرل کیږي وسلوال طالبان لاهم له بهرنیو ترهګرو ډلو سره لاس لري او د هغوی په ملتیا یې له افغان ځواکونو سره جګړې کړې

د هلمند ولایت جګړه کې د نورو بهرنیانو سره پآکستتانیانو هم په دې جګړه کې له طالبانو سره مرسته کړې ځکه چې د جګړې له ډګره د پاکستانیو لسګونه جنازې پاکستان ته ولاړلې همداشان ښايي په نورو خونړیو او مهمو بریدونو کې هم د همدې بهرنیو ترهګرو لاس وي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.