The news is by your side.

صدیقي: حکمتیار د نظام خلاف څرګندونو پرته؛ خلکو ته بل څه نه لري

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ګلبدین حکمتیار د نظام پر خلاف له څرګندونو پرته خلکو ته بل پیغام نه لري.

صدیقي زیاته کړې چې افغان حکومت سیاسي او بیا ازادۍ ته ژمن دی، حکمتیار په تېرو کلونو کې هم خلکو ته د نظام پر خلاف بې له څرګندونو بل پیغام نه دی ورکړی، خو اوس یې خلک د خبرو پروا نه لري او له دې کار سره یې اموخته شوي دي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له پاکستان نه د بېرته را ستنېدلو وروسته نن د خبري غونډې پر مهال وویل، چې طالبان اوسنی حکومت نه خوښوي او باید موقت حکومت را منځته شي.

دا راز یې زیاته کړې چې په دوحه کې مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ دي، خو پاکستان هم د افغان سولې بهیر کې صادقانه همکاري کوي.

حکمتیاراسلام اباد ته د سفر پر مهال په اسلام اباد کې خبري کنفرانسونو کې هم پر افغان حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومت سوله نه غواړي او د جنګ دوام ته یې زړه دی، د حکمتیار دا او د نن ورځې څرګندونې له ګڼو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوي، افغانان حکمتیار د پاکستان د لاس اله یاده کړې او وایي چې د بادار(پاکستان) په خوښه غږیږي او نوموړی سم دم د پاکستان ویاند بولي.

حکمتیار تر دې وړاندې حکومتونو باندې هم نیوکې درلودلي او هېڅکله د نظام او هېواد پر ملاتړ نه دی غږېدلی او نه یې مثبتې کړنې لرلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.