The news is by your side.

حکمتیار: پاکستان د افغان سولې بهیر کې صادقانه همکاري کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته له سفر او بېرته را ستنېدلو وروسته نن خبري غونډه کې د وینا پر مهال پاکستان ته له خپل سفر یادوونه وکړه.

حکمتیار وایي، پاکستان ډاډ ورکړی او د افغان سولې په بهیر کې صادقانه همکاري کوي.

حکمتیار وایي د طالبانو اوسنی حکومت نه دی خوښ او باید موقت حکومت رامنځته شي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دوحه کې د مذاکراتو پر پلاوو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا خبرې یوازې د طالبانو او ارګ تر منځ روانې دي.

حکمتیار وایي حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او باید دا مسؤولیت خلکو ته ورکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اوونۍ د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته سفر کړی وو.

حکمتیار په اسلام اباد کې د خبري کنفرانسونو پر مهال پر افغان حکومت نیوکې وکړې او تورن یې کړ چې سوله نه غواړي او د جګړې دوام یې خوښ دی.

د حکمتیار دا څرګندونې په هېواد دننه او بهر له تندو غبرګونونو سره مخ شوی او حکمتیار یې د پاکستان د لاس ګوډاګی یاد کړ.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته د سفر په لومړۍ لیدنه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او بیا یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل.

د ګلبدین حکمتیار سره تللی پلاوی ویلي وو، چې حکمتیار له پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې پر پروسې او د افغانانو خپل منځي ناستو په تړاو خبرې اترې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.